افغانستان

کابل: د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې قومندان و وژل شو

د میدان وردګ ولایت د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې قومندان څو شیبې وړاندې په کابل کې و وژل شو.

نن ماښام د کابل پنځمې حوزې اړوند د قلعه کاشف سیمه کې د فیروز په نوم د میدان وردګ ولایت د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو قومندان د نامعلومه وسلوالو له لوري و وژل شو.

د پلازمینې کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې یو تن زخمي هم دی خو د هغه په اړه یې معلومات ورنکړل.

قومندان فیروز د قومندان محمود ورور دی چې د میدان وردګ د چک ولسوالۍ امنیه قومندان وو او د طالبانو له لوري وژل شوی وو.

د قومندان فیروز د وژلو مسئولیت طالبانو منلی ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي چې ‏«نن مازديګر د کابل په کمپنۍ سيمه کې د ميدان وردګو ولايت د ملي امنيت د چټک غبرګون قطعې قوماندان فيروز خان چریکي برید کې ووژل شو».

%d bloggers like this: