افغانستان

حامد کرزی: د سولې پروسې دبریا لپاره دې لویه جرګه راوبلل شي

پخواني ولسمشر حامد کرزي په مسکو کې د سپوتینک په نوم له یوې خبري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د سولې پروسه کې باید د ټولو لورو نظرونه واخستل شي او اړتیاده چې د سولې ترڅنګ د نورو ستونزو پرسر د بحث لپاره لویه جرګه راوبلل شي.

حامد کرزی د افغان سولې په پروسه کې د امریکا رول مهم بولي، خو وایي په دې پروسه کې باید د مسکو او چین ترڅنګ د سیمې نور هیواد نه هم ښکېل او د هغوی رول ته پام وشي.

کرزی وایي، د سولې لپاره باید ښکېل لوري انعطاف وښي او د اساسي قانون د تعدیل ترڅنګ هغه موارد چې قانوني ستونزه نه لري باید پرې تفاهم رامنځ ته شي.

نوموړی وایي، په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره باید له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پرضد د نه کارونې په تړاو باید قوي ضمانت ورکړل شي.

کرزی وایي، له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو وتل له نړۍ سره د افغانستان اړیکو د پریکون په مانا نه دی ، بلکې په وینا یې د سولې له ټینګښت وروسته باید راتلونکی حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */