نړۍ

پمپیو: پر ایران دې نړیوال بندیزونه ولګول شي

پمپیو: پر ایران دې نړیوال بندیزونه ولګول شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي د ایران د میزایلو د پروگرام د مخنیوي په خاطر باید پر تهران سخت نړیوال بندیزونه ولگول شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه څرگندونې د ایران د نوې سپوږمکۍ لېږدونکي راکټ د ازمایلو په غبرگون کې کړې دي. پمپیو زیاته کړه چې ایران د خپلو میزایلو د قوت په زیاتولو سره د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو نه سرغړونه کوي. له بلې خوا د ایران ولسمشر ایت الله خامنه یي وویل چې ایرانیان به تر هغه مرگ په امریکا نعرو ته دوام ورکړي چې واشنگټن د ایران پر ضد له دښمنۍ ډکې پالیسۍ نه وي بندې کړي. امریکا وایي ایران د ترهگرۍ ستر ملاتړی هېواد دی او په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ لامل دی. د ایران د میزایلو په ازمایلو باندې لویدیځو هېوادونو نیوکې کړي او په وار وار یې له تهران نه غوښتي چې دغه ډول ازموینې ودروي.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this:
/* ]]> */