افغانستان

ګارډین ورځپاڼه: امریکا په ۱۷ کلنه بایللې جګړه کې افغانستان ویجار کړ

په ۱۷ کلنه جګړه کې د ۳۸زره ملکیانو تر وژل کېدو او میلیونونو ټپیانو، معلولینو او کډوالو ته تر تکلیف رسېدو وروسته امریکا د افغانستان د جګړې یوه هدف هم نه دی ترلاسه کړی

امریکا د افغانستان جګړه بایللې او ډېره بده یې بایللې،
د امریکا مشران باید هڅه وکړي چې د افغانستان اوږده جګړه په مسوولانه ډول ختمه کړي

کابل – د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلن پوځي ماموریت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې
امریکا دغه جګړه بایللې ده.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې امریکا افغانستان ویجاړ کړ او اوس نشي کولی چې په خپل حال یې پرېږدي.

دغې مشهورې ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې افغانستان د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ دی او ډېری افغانان له یوې بنسټپالې ټولنې وېره لري.

ګارډین وړاندې لیکلي، وروسته له ۱۷ کلنې جګړې، د ۳۸
زره ملکیانو تر قرباني کېدو او میلیونونو ټپیانو، معلولینو او کډوالو ته تر تکلیف او عذاب رسېدو وروسته، په ۲۰۰۱
کال کې د امریکا د ولسمشر جورج بوش له خوا تعیین شوی یو هدف هم ترلاسه نه شو، امریکا جګړه بایللې او ډېره بده یې بایللې.

ورځپاڼې لیکلي د دې پر ځای چې له ایران سره د جګړې پیل کولو ګواښ وکړي د امریکا مشران باید هڅه وکړي د افغانستان زړه جګړه په مسوولانه او انساني ډول پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا تازه د سولې له لارې د افغان جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

%d bloggers like this: