نظر او تحلیل

د سولې مسأله د یوې ملي مسألې په حیث

ف، فایض

پر افغانستان بهرني تاړاکونه او زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه،
یوه اوږده مخینه لري؛ خو پر هغه څه چې سړی په مشخصه توګه غږیدلای شي، هغه د دموکراسۍ
له لسیزې را وروسته کلونه دي.

ظاهر شاه په ۱۳۱۲ کال د خپل پلار نادر خان تر وژل کېدو وروسته د
نولسو کالو په عمر پاچا شو او تره یې هاشم خان چې په ۱۳۰۸ کې د نادر خان له پاچا کیدو سره سم صدراعظم شوی
و، همغسې صدراعظم پاتې شو؛ ځکه د ظاهر شاه عمر او سیاسي تجربه لا دومره نه وه چې په
رښتینې معنا، د هېواد رهبري وکړای شي، هاشم خان تر ۱۳۲۵ پورې صدراعظم و او بیا یې له خپلې دندې استعفا
وکړه، چې دا د سلطنتي کورنۍ د شورا پرېکړه وه؛ ځکه هاشم خان او ورور یې نادر خان د
استبداد ورته مزاجونه درلودل، او نور د هغه سیاست هېواد خو لا څه چې د دوی د کورنۍ
او اقتدار په ګټه هم نه وه؛ نو د ده په وجود کې د سیاست بدلون په حقیقت کې د ده پر
شخصیت ګوزار و؛ نو یې شاه محمود خان چې تر ده نسبتاً د نرم مزاج خاوند و صدراعظم وټاکه،
هغه دموکراسي اعلان کړه؛ خو د هغه د دموکراسۍ له اعلان سره چې هېواد کومې خوا ته ولاړ،
هغه سلطنتي کورنۍ د خطر یو زنګ و ګاڼه؛ نو صدراعظم بېرته له خپلې دموکراسۍ نه را وګرځید،
چې پتییل شوې وه، د ۱۳۲۹ کال د حمل په لومړۍ ورځ پرې کودتا وشي؛ خو د کودتا چیانو له ډلې نه یوه کس چې
جرمي دوسیې یې درلودې صدراعظم ته په دې شرط اطلاع ورکړه چې صدراعظم به یې جرمونه بخښي
او د دوسیې په باب به یې د «حفظ» امر ورکوي. کودتا چیان افشا او ونیول شول؛ خو دا حکومت
ته یو ټکان ضرور و، بالاخره داوود خان چې دا مهال هم د صدارت مرستیال او هم د دفاع
وزیر و په ۱۳۳۲ کې پر شاه محمود سپینه کودتا وکړه او په دې کې ورسره د پاچا خوښه وه صدراعظم
په خپل کور کې ناست و چې د خپلې استعفا اعلان یې واورید، حال دا چې هغه استعفا نه وه
کړې.

د داوود خان د صدارت لس کلنه دوره د هاشم خاني استبداد تکرار
و، تر هغه چې د هغه او پاچا تر منځ مناسبات خراب شول او دی استعفا ته اړ شو؛ نو په
دې توګه ظاهر شاه د خپل سلطنت درې لسیزې په حقیقت کې د خپلو ترونو او د تره زوی تر
فشارونو لاندې تېر کړل او کله چې داوود استعفی وکړه؛ نو ظاهر شاه ایله احساس کړه چې
دی پاچا دی. هغه د دموکراسۍ اعلان وکړ، نوی اساسي قانون یې را منځته کړ او تر څه بریده
یې د بیان آزادۍ ته وخت ورکړ؛ خو هغه دغه اعلان کړې دموکراسي مدیریت نه کړای شوه چې
په نتیجه کې حالات ترېنه د شړېدو خوا ته ولاړل. احزاب په خپل سرې توګه را منځته شول
او په حقیقت کې یې د نظام پر وړاندې د بغاوت لاره خپله کړه، ان چې کمونستانو د مظاهرو
پر مهال سپي ته پتلون ور واغوست او عینکې یې ورته کېښودې او د ارګ د دروازې مخې ته
یې خوشې کړ چې له دېنه د پاچا زیات توهین نه و؛ خو پاچا دا حالات ټول په بې تفاوتۍ
سره کتل. د دموکراسۍ په لسیزه کې پنځه صدراعظمان وټاکل شول چې یوه هم خپل وخت پوره
نه کړای شو او استعفی ته اړ شول؛ ډاکتر یوسف، میوندوال، اعتمادي او ډاکتر ظاهر مستعفی
شول او موسی شفیق د داوود خان په مشرۍ له کودتا سره مخ شو.

د داوود جمهوریت (۵۷– ۱۳۵۲) د ۱۳۵۷ کال د کمونستي کودتا له پاره یوه عبوري مرحله
جوته شوه او دا ځکه کېدل چې داوود یواځې و او ګرد چاپېره ترېنه فضا کمونستانو اشغال
کړې وه، په دې وروستیو کې یواځې استاد وفی ا… په کابیه کې شامل شو او یو نیم بل داسې
څوک چې د خلق دموکراتیک ګوند غړي وو. د خلق دموکراتیک ګوند څوارلس کلن حاکمیت او په
افغانستان کې د روسي پوځونو نژدې یوه لسیزه حضور یو جلا بحث دی چې په افغانستان کې
د افغان مجاهد ولس پر وړاندې د روسانو پاتې سره د حضور دوره پای ته ورسیده او درې کاله
وروسته د نجیب حکومت هم سقوط وکړ خو د مجاهدینو پنځه کلنه دوره او بیا د طالبانو پنځه
کلنې دورې افغانستان یوې بلې خوا ته بوت او دې ته زمینه مساعده شوه چې په ۲۰۰۱ (۱۳۸۰) کې امریکا او ناټو افغانستان ته راشي. زه په
همغه وخت کې د امریکا او ناټو له را تګ سره په اندېښنه کې وم لکه د ګاونډیانو او د
سیمې د هېوادو له لاسوهنو چې اندېښمن وم او د هغې له ما سره خپل دلایل وو، ومو لیدل
چې امریکا هم په افغانستان کې ناکامه شوه او هغه اوس خپلو وتلو ته لاره اواروي چې تر
اوسه پورې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد او طالب هیأت تر منځ څلور ناستې شوې او یو
څه شفاهي توافقاتو ته رسیدلې چې لا یې تر منځ کوم رسمي سند نه دی لاسلیک شوی.

دلته باید دا خبره زده کړو چې د دغو مذاکراتو په اړه د چم
ګاونډ هېوادونه هم بې تفاوته نه دي، خصوصاً په نړیوالو تعاملاتو کې خو روسیه اوس ځان
د امریکا سیال بولي، لکه په سوریه کې مو چې ولیدل او همدارنګه په افغانستان کې او ان
چې په ونزویلا کې. د افغانستان په اړه خو یو ځل د مخه په مسکو کې د طالب استازیو په
ګډون یوه ناسته وشوه؛ خو دا ځل چې د فبرورۍ په پنځمه او شپږمه (۲۰۱۹) کومه ناسته وشوه د کمیت او کیفیت دواړو له پلوه
کاملاً متفاوته وه. د داسې ناستې په اړه چې طالب پلاوي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي
په شمول ګڼو مطرحو افغاني څېرو په کې ګډون وکړ موافق او مخالف غبرګونونه یې را وپارول.
په دې اړه د افغان حکومت غبرګونونه نسبتاً توند وو خصوصاً د ارګ چې په دې غبرګون کې
لویه خبره دا وه چې د دې ناستې پرېکړې یا توافقات اجرایي ضمانت نه لري، دا خو سهي ده
چې دې غونډې ته تللي افغانان که څه هم مطرح شخصیتونه وو؛ خو هغوی افراد وو، اجرایي
ضمانت خو طبیعي ده چې حکومتونه ورکولای شي. دغو افغانانو چې له خپل تګه د مخه په کابل
کې کومه اعلامیه خپره کړه، هغه ځکه مهمه وه چې د هغه څه دفاع یې وکړه چې ترېنه اندېښنه
موجوده وه، هغوی له نظام او د نظام له لاسته راوړنو دفاع وکړه. د مسکو غونډې په پای
کې هم چې کومه اعلامیه خپره شوه باید په دقت سره مطالعه او پر وړاندې یې غبرګون ښوول
شوی وای او یا وښوول شي. د مسکو په ناسته کې یوه ګټه دا وشوه چې یو خو د دواړو لوریو
تر منځ موجود ډار او اندېښنه تر ډېره بریده را کمه شوه او خبرې هم که څه هم په ازاده
فضا کې وشوې؛ خو ټولې خبرې د یوه اړخ و نه منل شوې او دغسې ډېرو تېروتنو ته هم ګوته
ونیول شوه؛ د بېلګې په توګه د عباس ستانکزي هغه خبرې چې د امنیتي بنسټونو د انحلال
په اړه یې کړې وې تر ډېره بریده ترمیم کړې او هغه خبره یې وکړه چې هغه هر افغان منلای
شي چې هغه اصلاحات دي، او له اصلاحاتو نه خو هېڅوک انکار کولای نشي؛ خو دا اصلاحات
هم بیا یوه داسې میکانیزم ته اړتیا لري چې د ټولو لوریو پرې اتفاق وي.

تر کومه چې د حکومت اندېښنه ده؛ نو دا اندېښنه هم د قطر له
ناستو نه ده او هم د مسکو، زه فکر کوم، کوم توند غبرګون چې حکومت په دې اړه وښود یا
یې ښیي، دا په حقیقت کې پخپله ځان په یو ډول نه، یو ډول د انزوا خوا ته بیایي. زما
خو د یوه افغان په توګه له ټولو خواوو نه غوښتنه دا ده چې په دغه روان بهیر کې باید
د یوه سیاسي تقابل هڅه ونه شي، خصوصاً افغانان باید پخپلو کې سره یو تفاهم ته ورسېږي
او یو د بل د حذف په فکر کې نه وي، باید زموږ سرې کرښې په هر صورت کې رعایت شي، کوم
څه چې موږ ته مهم دي، هغه همدغه سرې کرښې دي. ډېری سیمه ییز هېوادونه په دې فکر کې
وو چې افغانستان یو شړېدلی هېواد دی او بېرته د یوه هېواد په توګه نه شي را منځته کېدای؛
خو افغانستان تر اوسه پورې د خدای (ج) فضل دی شته او هېڅوک یې دې د حذف او شړېدو ناسم
خوبونه نه ګوري ځکه چې وایي:

زمــــا په مـــرګ خوشــــاله مه شـــــې

سبا به ستا په کور نارې د بېلتونه وینه

زموږ د سیمې هېوادونه زیان منونکي دي، که نن افغانستان زیان ولید سبا ته به
یې یو بل ګاونډی ګوري چې دا حالت د یوه هېواد په ګټه هم نه دی او نه باید یو د بل پر
مرګ و درد خوشحاله شي. تر کومه چې په خپله افغانانو پورې اړه لري، فکر کوم چې د افغانانو
مسؤولیت ډېر دی، باید له ماضي نه که یې نه دي زده کړي هم اوس یې دې زده کړي.

اوس هغه وخت را رسیدلی چې هر ډول تقابل باید یوې خو ته کېښوول شي او د تفاهم
لاره خپله کړای شي. د افغانستان د سولې مسأله دا د یوه شخص، یوه قوم یا یوه حزب مسأله
نه ده؛ بلکې دا یوه ملي مسأله ده او دا د ټولو خواوو په ګډون او توافق سره حل کیدای
شي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه