خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: د سولې ملي مشورتي جرګه جوړېږي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی نن مازدیګر د سولې ملي مشورتي لومړۍ غونډې په اختتامیه کې ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د جمهوررئیس سلاکار ضیاالحق امرخېل سولې ته د رسېدو په برخه کې د حکومت د ترسره شویو اقداماتو په اړه خبرې وکړې وې ویل: ټولې هغه ډلې او خلک چې د سولې په برخه کې هڅې کوي باید له افغان حکومت سره په همغږۍ مخته ولاړ شي، ځکه دا د ملي یووالي ښکاروندویي کوي.

امرخیل زیاته کړه: دا غونډه یو پېل دی، ځوانان، ښځې، سیاسیون، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ټول اقشار او په افغانستان کې مقیم ډیپلوماټان به یې په راتلونکي پړاو کې ګډون ولري، له دې لارې به داسې اجماع رامنځته شي چې د افغان حکومت په رهبرۍ به د سولې پروسه مخته ولاړه شي.

دغونډې ګډونوال چې په شلو کاري ګروپونو او شپږو کمېټو وېشل شوي وو عتیق الله ژمن، عطاالله فیضاني، ګیتا سعید، حمیرا کهزاد، حمید الله سروري او عبدالله عزام د خپلو شپږو کاري کمېټو په استازیتوب د سولې په اړه د خپلو بحثونو پایلې، نظریات او وړاندیزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل.

دوی د افغان حکومت په رهبرۍ د سولې پروسې د رهبرۍ او مدیریت، بین الافغاني مذاکراتو ، عادلانه او باعزته سوله غوښتونکي شول او ټینګار یې وکړ په سوله کې دې ملي حاکمیت تامین او تضمین شي.

یادو ویناوالو څرګنده کړه: تجربو ښودلې چې موقت حکومتونه نتیجه نه ورکوي، د ټاکنو په کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره د شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کول او د ټاکنو په قوانینو کې تعدیل کولای شي د نظام تداوم تضمین کړي، د ښځو حقوق او د حکومت لاسته راوړنې باید حفظ شي، د عامه ذهنیتونو د روښانتیا او د سولې لپاره ذهنیت جوړولو ته دې زمینه سازي وشي، اوربند دې اعلان او تمدید شي.

جمهوررئیس غني د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه او د دوی د ګټورو بحثونو د قدردانۍ ترڅنګ یې وویل، ستاسې بحثونه د ننني افغانستان استازیتوب کوي، خو زموږ د ملت هغه تصویر چې له افغانستان بهر لېدل کېږي، د پرون تصویر دی چې زموږ د ملت د واقعیتونو سره توپیر لري. هغه زیاته کړه، دا ملت خپلې ملي منافع درک کوي او پر هغو ولاړ دی.

د هېواد جمهوررئیس په ملي پروسو کې د مشور رول ته په اشارې وویل، دا د جرګو او مشورو وطن دی او موږ په مشورو مخته ځو، ترڅو د سولې په اړه ملي مشورتي جرګې ته ورسېږو. هغه زیاته کړه: نن د سولې په اړه واحد، واضح او جامع نظر وجود لري.

جمهوررئیس غني د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمدعمر داوودزي ته لارښوونه وکړه، چې د روان کال د کب میاشتې په پای کې دې د هېواد د ټولو اقشارو د استازو په حضور کې ملي مشورتي جرګه جوړه او په هغې کې دې د سولې پر پروسې د نه معاملې وړ پر ارزښتونو او انعطافونو بحث وشي، ترڅو یوې اجماع ته ورسېږو.

جمهوررئیس وویل، د ملي ارزښتونو او لاسته راوړنو حفظول د سولې پروسې په سرخط کې قرار لري او د افغان ښځو د حقونو ساتنه زموږ لپاره ارزښتمنه ده. هغه زیاته کړه موږ د افغان ښځو لپاره د بي بي خدیجې او بي بي عایشې حقوق غواړو، آیا زموږ له دې کار سره مخالفت کوي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کول د ملت غوښتنه ده او اجماع ایجاد شوې چې د ټاکنو قانون تعدیل او په انتخاباتي کمېسیونونو کې اصلاحات رامنځته شي چې پر بنسټ یې شفافې، ځواب ویونکي او سرتاسري ټاکنې وشي.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ مننه وکړه وې ویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملي روحیه زیاتې سرښندنې او قهرمانۍ ترسره کړي خو اړتیا ده چې د سولې په چوکاټ کې د طالب جنګیالو د راتلونکي په اړه هم بحث وشي، ترڅو په ټولنه کې جذب شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، دولت د ملت په استازیتوب خبرې کوي او د سولې په هغه پلان کې چې د جنیوا په کنفرانس کې وړاندې شو ټول بیان شوي نقاط د ملت په غوښتنه وو. هغه زیاته کړه که باعزته سوله غواړو، د دولت او ملت ترمنځ باید واټن نه وي.

جمهوررئیس غني وویل، له نړۍ سره زموږ بحث منطقي او پر منافعو دی، دا بحث احساسات نه دي او باید په ارامۍ او تعادل سره رفتار وکړو. هغه زیاته کړه له نړۍ سره زموږ بحثونه سم مخته ځي او بالاخره په پښو درېږو.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */