خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست خپل حضور ته ومانه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزارت سرپرست پاټرک شاناهان په دلګشا ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

جمهوررئیس دا وویل چې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتيژۍ ښې پایلې لرلې، خو په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتیژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.

په کتنه کې دا هم وویل شول چې د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې پروسه به د تلپاتې سولې تامین پورې ادامه ولري. همدارنګه د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو نظامي اتحاد هم د سولې ټينګښت پورې دوام کوي.

نږدې راتلونکي کې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې د جوړېدو یادونه هم وشوه چې ګډونوال به یې د هېواد د ټولو ولایتونو د بېلابېلو اقشارو استازي وي، ترڅو د سولې په بېلابېلو پړاوونو کې د دوی نظریات او مشورې په پام کې ونیول شي.

همدارنګه به له سولې ملي مشورتي جرګې وروسته د کابل پروسې دریمه ناسته هم جوړه شي چې عمده تمرکز به یې پر سولې پروسه وي. د دې ترڅنګ افغانستان د ولسواکۍ بهیر د دوام  او د واک د سوله ییز لېږد یقیني کولو لپاره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: