خبرپاڼې

کابینې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه تصویب او جمهوررئیس توشیح کړه

د ارګ خبرپاڼه

د سیاسي ګوندونو، د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو له استازو او د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې بنسټونو سره تر سلا مشورو وروسته د ټاکنو قانون د ځینو مادو د حذف او زیاتولو د تعدیل طرحه نن د کابینې غونډې تصویب او جمهوررئیس توشیح کړه.

جمهوررئیس غني د یاد قانون له توشیح وروسته وویل، دا مسوده د افغانستان د سیاسي قشر، د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د کاندیدانو او مدني بنسټونو د اجماع پایله وه چې د تعدیل پر اړتیا یې ټینګار درلود.

اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او د هغې اجماع څخه یې چې د دې مسودې په خاطر رامنځته شوې، مننه وکړه.

وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، په تېرو دوه ورځو کې د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوند د مدني ټولنو د استازو په حضور کې ۲۰ پرلپسې غونډې جوړې شوې چې د ټاکنو په قانون کې د رایو په اتفاق سره ۳۹ مورده اصلاحات رامنځته شول.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: