خبرپاڼې

 جمهور رئیس غني د مرحوم حضرت صبغت الله مجددي د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ټاکنو په قانون کې د تعدیلاتو په اړه د تصمیم نېونې په موخه د کابینې فوق العادهغونډه نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه. په پېل کې جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دولت او کابینې په استازیتوب د ملي رهبر او جهادي شخصیت، زړور مجاهد، د نجات ملي جبهې ګوند رهبر، د هېواد د اساسي قانون د لویې جرګې رئیس او د مجاهدینو له بریا وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د موسس مرحوم پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي د مړینې په مناسبت د خپلې غمشریکۍ مراتب د افغانستان ملت او د هغه درنې کورنۍ ته وړاندې کړل.

دوی د خدای تعالی له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه او د هغه مړینه یې د هېواد او هېوادوالو لپاره ستره ضایعه وبلله. جمهوررئیس غني د مرحوم پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کولو په موخه ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته لازمې لارښوونې وکړې.

د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ، د ملي شخصیت او د افغانستان د اسلامي دولت د مخکېني رئیس په توګه د نوموړي د تدفین او فاتحې مراسمو لپاره دې ټول لازم اقدامات او تشریفات په پام کې ونیول شي. دغه راز یې کار او ټولنیزو چارو وزارت موظف کړ چې، سباچهارشنبه د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۴ مه د مرحوم حضرت صبغت الله مجددي د مړینې او تدفین د ځانګړو مراسمو د ترسره کولو په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړي. جمهوررئیس د کابینې له غړو هم وغوښتل چې د مرحوم له کورنۍ سره د غمشریکۍ په موخه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

وروسته جمهوررئیس محمداشرف غني د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي او کابل ښاروال احمدذکي سرفراز ته د کابینې په غونډه کې د ګډون هرکلی ووایه او دوی ته یې په ورسپارل شویو دندو کې د بریا هیله وکړه. دغه راز د غونډې په پای کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش د ټاکنو قانون د ځینو مادو د حذف او زیاتولو د تعدیل طرحه  غونډې ته وړاندې کړه چې یاده طرحه د کابینې له تائید وروسته د تقنیني فرمان په بڼه د هېواد جمهوررئیس توشیح کړه.#

 

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */