خبرپاڼې

جمهور رئیس غني د ناروې لومړۍ وزیرې سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ناروې لومړۍ وزیرې ایرنا سولبرګ سره نن ماسپښین په مونیخ کې په خپل استوګنځي کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا، دسیمه‏ ییزو مسایلو، د ټاکنو او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ناروې لومړۍ وزیرې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئیس له لوري د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو قدردانۍ وکړه او وې ویل، هېواد یې د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د ناروې هیواد د مرستو او د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې همکاریو ته د چمتووالي له امله د ناروې د لومړۍ وزیرې مننه وکړه.

 

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: