خبرپاڼې

جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس مشرې سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د  امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي سره نن مازدیګر په مونیخ کې په خپل استوګنځي کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاکنو، سولې پروسې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعال حضور، ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې، اقتصادي ودې او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د جمهوررئیس غني په مشرۍ د حکومت پرمختګونه او لاسته راوړنې له هیله مندۍ ډکې وبللې او زیاته یې کړه، هېواد یې د سولې پروسې په ګډون له افغانستان سره دوامداره همکاریو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به د ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان تر څنګ پاتې شي.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو او ستراتیژیکې ملګرتیا قدرداني وکړه او وې ویل، د افغانستان خلک د څلوېښت کلن بحران پایته رسېدو ته انتظار دي. هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویه جرګه چې په نږدې راتلونکي کې به جوړه شي، د سولې پروسې په اړه به بحث او خبرې وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: