عجیبې غریبې نظر او تحلیل

د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه

خان محمد ستانکزی

– د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی،
– د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی،
– د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان ۴۸۹ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان خدمت ته برابر دي،
– د پاکستان ۴ میلیونه ۳۴۵ زره کسان د پوځي خدمت عمر ته په رسېدلو دي، د هندوستان ۲۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسان دغه عمر ته په رسېدلو دي،‌
– د پاکستان د فعال پوځي پرسونل شمېر ۶۳۷ زره تنه دی، د هندوستان هغه ۱ میلیون ۳۶۲ زره او ۵۰۰ تنه دی،
– د پاکستان د احتیاطي پرسونل شمېر ۲۸۲ زره دی، د هندوستان ۲ میلیونه ۸۴۴ زره او۷۵۰ تنه دی،
– د پاکستان د پوځي ځواک ټول شمېر ۹۱۹ زره تنه دی، د هندوستان ۴ میلیونه ۲۰۷ زره او ۲۵۰ تنه دی،
– پاکستان ۱۴۰ – ۱۵۰ اتومي سرګلولې/کوپړۍ لري چې صفر شمېر یې وارولو ته تیارې دي، هندوستان ۱۳۰ – ۱۴۰ اتومي کوپړۍ/سرګلولې لري چې ۱۲ یې وارولو ته چمتو دي،
– د پاکستان دفاعي بودجه ۷ میلیارده ډالر ده، د هندوستان دفاعي بودجه ۴۷ میلیارده ډالر ده،
– په پاکستان د بهرني پور اندازه ۷۵ میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالر ده (په وروستیو کې دا اندازه ۹۶ میلیارده ډالر ښودل شوې ده)، په هندوستان د بهرني پور اندازه ۴۸۳ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالر ده،
– د پاکستان د بهرنیو اسعارو اندازه ۲۰ میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالر ده، د هندوستان د بهرنیو اسعارو اندازه ۴۰۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالر ده،
– پاکستان ټولې ۱۲۸۱ الوتکې لري، هندوستان ۲۱۸۵ الوتکې لري،
– پاکستان ۳۲۰ جنګي الوتکې لري،‌ هندوستان ۵۹۰ جنګي الوتکې لري،
– پاکستان ۴۱۰ بریدګرې الوتکې لري، هندوستان ۸۰۴ بریدګرې الوتکې لري،‌
– پاکستان ۲۹۶ ټرانسپورټي الوتکې لري، هندوستان ۷۰۸ لري،
– پاکستان ۴۸۶ د روزنې الوتکې لري، هندوستان ۲۵۱ لري،
– پاکستان ۳۲۸ څرخکې لري، هندوستان ۷۲۰ څرخکې لري،‌
– پاکستان ۴۹ بریدګرې څرخکې لري، هندوستان ۱۵ لري،
– پاکستان ۱۵۱ خدمت وړاندې کوونکي هوایي ډګرونه لري، هندوستان ۳۴۶ لري،
– پاکستان ۲۱۸۲ ټانکونه لري، هندوستان ۴۴۲۶ ټانکونه لري،
– پاکستان ۲۶۰۴ زغره وال جنګي ګاډي لري، هندوستان ۳۱۴۷ لري،
– پاکستان ۳۰۷ متحرک توپونه لري، هندوستان ۱۹۰ لري،
– پاکستان ۱۲۴۰ ځای پرځای کېدونکي توپونه لري، هندوستان ۴۱۵۸ لري،
– پاکستان ټول ۱۹۷ سمندري پوځي وسیلې لري، هندوستان ۲۹۵ لري،
– پاکستان الوتکه وړونکې بېړۍ نه لري، هندوستان ۱ لري،
– پاکستان ۵ تحت البحري بېړۍ لري، هندوستان ۱۶ لري،
– پاکستان ۱۰ محافظې بېړۍ لري، هندوستان ۱۴ لري،
– پاکستان ویجاړوونکې بېړۍ نه لري، هندوستان ۱۱ لري،
– پاکستان کوچنۍ جنګي بېړۍ نه لري، هندوستان ۲۲ لري،
– پاکستان ۱۱ د ګزمې بېړۍ لري، هندوستان ۱۳۹ لري،
– پاکستان په سمندر کې د ځای پرځای شویو ماینونو او ناچاودو توکو ۳ ویجاړونکې وسیلې لري، هندوستان ۴ لري،
– پاکستان ۵۲ ملکي سمندري بېړۍ لري، هندوستان ۱۶۷۴ ملکي سمندري بېړۍ لري،
– پاکستان ۲ لوی سمندري بندرونه او ترمینلونه لري، هندوستان ۷ لري،
– د پاکستان د مزدورکارۍ د بشري ځواک شمېر ۶۳ میلیونه ۸۹۰ زره کسان دی د هندوستان ۵۲۱ میلیونه او ۹ لکه کسان دی،
– پاکستان د ورځې ۸۵۵۰۰ بیرله تېل تولیدوي، هندوستان د ورځې ۷۳۴۵۰۰ بیرله تېل تولیدوي،
– پاکستان د ورځې ۴۴۰ زره بیرله تېل مصرفوي، هندوستان د ورځې ۳ میلیونه ۵۱۰ زره بیرله تېل مصرفوي،
– د پاکستان د تېلو د تثبیت شویو ذخیرو اندازه ۳۵۰ میلیونه او ۶۰۰ زره بیرله ده، د هندوستان ۴ میلیارده ۶۲۱ میلیونه بیرله ده،‌
– په پاکستان کې ۲۶۰ زره ۷۶۰ کیلومتره سرکونه جوړ دي، په هندوستان کې ۳ میلیونه ۳۲۰ زره ۴۱۰ کیلومتره سرکونه جوړ دي،
– د پاکستان د رېللارې اندازه ۷۷۹۱ کیلومتره ده، د هندوستان هغه ۶۳ زره ۹۷۴ کیلومتره ده،
– د پاکستان پراخوالی ۷۹۶ زره ۹۵ مربع کیلومتره یعنې له افغانستان نه یو نیم لک مربع کیلومتره لوی دی، د هندوستان پراخوالی ۳ میلیونه ۲۸۷ زره او ۲۶۳ مربع کیلومتره یعنې د پاکستان څلور برابره پراخ دی،
په لنډه؛
پاکستان د نړۍ د ۱۳۶ ځواکمنو هېوادونو په ډله کې ۱۷م ځای لري، هندوستان په دغه لست کې په متحده ایالاتو، روسیې او چین پسې څلورم ځای لري.

سرچینه: ګلوبل فایر وار او نور انټرنټ سایټونه

رنګینه نړۍ

1,278 total views, no views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this: