ټیکنالوژي

سعودي عربستان؛ نارینه د یوه اپلکیشن په وسیله خپلې مېرمنې څاري

په سعودي عربستان کې به مو د ښځو پر وړاندې د سختو قیوداتو او د دوی د حقونو د نقض ډېرې کیسې اوریدلې وې؛ نن به مو له یوې بلې خبر کړو.

د ښځو انلاین نظارت
په سعودي کې داسې یو اپلکیشن هم حکومت جوړ کړی، چې نارینه یې په وسیله خپلې مېرمنې په انلاین ډول څاري.

دا اپلکیشن (ابشر) نومیږي او د ګوګل او ايپل شرکتونو له لارې په سعودي کې لاسرسی ورته کیدای شي.

یاد شوی اپلکیشن وړیا نه دی؛ که یې څوک استعمال او له ځانه سره لرل غواړي، باید ویې پېري او په انلاین ډول پیسې تحویل کړي.

د پاسپورټونو کنټرول
د سعودي یوه د پام وړ برخه نارینه؛ په ځانګړي ډول شتمن یې له هېواده بهر ژوند کوي او یا د سوداګریزو چارو لپاره ډېره راشه- درشه لري.

دوی اکثره یې خپلي کورنۍ او ميرمنې بهر ته نه بیایي؛ په کور کې یې ساتي او په اړه یې اندیښني هم لري.

د اندیښنو یو دلیل دا دی، چې اکثره شتمن عربان څو- څو مېرمنې لري، خپله هم ډېر وخت په بهرنیو هېوادونو کې وي او د مېرمنو اړیکو ته یې سودا وي.

یاد شوی اپلکیشن دوی ته د دې اسانتیا برابره کړې، چې د خپلو مېرمنو ویزې په انلاین بڼه کنټرول کړي.

که یې مېرمنې کوم بل هېواد ته په سفرځي؛ د اپلکیشن په وسیله دوی یي سفر تاییدولی او لغوه کولای شي.

اپلکیشن دا اسانتیا لري، چې د مېرمنو د پاسپورټ له کاریدو سره سم د دوی د ژوند ملګرو ته لنډ پیغام واستوي او خبر یې کړي.

د بشري حقونو د څار ډلو اعتراض
په منځني ختیځ کې د بشري حقونو د څار ډلې مسول رتنا بگوم پر یاد شوي اپلکیشن اعتراض کړی او له ګوګل او ایپل شرکتونو یي غوښتي، چې له خپلو انلاین پلورنځیو څخه دا اپلکیشن ایسته کړي.

دوی دا اپلکیشن د ښځو د حقونو نقض او دوی ته توهین او تحقیر ګڼلی.

د کمپنیو غبرګون
د ایپل کمپنۍ عامل مدیر تیم کوک ویلي شخصا د دغه اپلکیشن په اړه معلومات نه لري، خو دا موضوع به له قانوني لارې بحث او لازم ګامونه به ورته واخلي.

سعودي؛ د ښځو جهنم
د ښځو د حقونو مدافعین سعودي د ښځو د جهنم په نوم یادوي.

دوی وایي په دولتي او ټولنیزو کچو دواړو سعودیان د ښځو حقونه په پراخ ډول نقضوي.

په سعودي کې ښځې باید د کار، سفر او ګڼو نورو چارو لپاره د خپلو ژوند ملګرو رسمي اجازه ولري.

دغه هېواد د نړۍ د ۱۴۴ هېوادونو له ډلې د ښځو د حقونو د نقض په برخه کې ۱۳۸ مقام لري.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تېرکال ژمنه کړې وه، چې د ښځو پر وړاندې سخت دریځونه قیودات کموي، خو څارونکي وایي دا ژمنې عملي شوي نه دي.

%d bloggers like this: