ټیکنالوژي

سامسنگ لومړنۍ او تر ټولو گران بیه قاتېدونکی موبایل هم معرفي کړ

سامسنگ کمپنۍ تېره شپه د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د گلکسي د لړۍ ځیرکو موبایلونو ترڅنگ خپل گلکسي فولډ (Galaxy Fold) نومې ځیرک موبایل څخه هم پرده پورته کړه.

د دغه ځیرک موبایل ازمایښتي بڼه تېر کال د نومبر په میاشت کې معرفي شوې وه.

دغه ځیرک موبایل انفنټي فلېکس ډوله مخ‌پاڼه لري او د قاتېدو په صورت کې په ۴٫۶ انچه مخ‌پاڼه لرونکې ځیرک موبایل بدلېږي او کله چې پرانیستل شي نو مخ‌پاڼه يي ۷٫۳ انچه کېږي او د ټبلېټ بڼه غوره کوي.

سامسنگ کمپنۍ وايي چې دغه ستره مخ‌پاڼه یو وخت کې څو کارونو ترسره کولو لپاره ډېره غوره ده او کاروونکي دغه ځیرک موبایل کې پر یو وخت درې مختلف کاریالونه کارولی شي.

سامسنگ کمپنۍ همداراز وویل چې گلکسي فولډ د اېل ټي اي بڼې تر څنگ د ۵جي ټکنالوژۍ سره هم وړاندې کړي.

سامسنگ د دغه ځیرک موبایل د پروسېسر اړوند څه ونه ویل خو دومره يي وویل چې 7nm ډوله سي پي یو په کې کارول شوې او ۵۱۲ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا به لري.

گلکسي فولډ کې ۴۳۸۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ځای پر ځای شوې.

د ازمایښتي بڼې په پرتله گلکسي فولډ ډېره نرۍ ده او د قاتېدو په صورت کې يي پنډوالی ۱۷ ملي متره او کله چې پرانیستل شي بیا ۶٫۹ ملي متره ده.

دغه ځیرک موبایل ۶ کامرې لري. شاتنۍ برخې کې درې کامرې ځای پر ځای شوي چې یوه کامره يي ۱۶ مېگاپکسله پراخه زاویه لرونکې کامره، دوهمه يي ۱۲ مېگاپکسله ټېلي فوټو لنز لرونکې کامره او درېیمه کامره يي ۱۲ مېگاپکسله اپټېکل سټبلایزیشن ځانگړنه لرونکې ډول پکسل وایډ ډوله کامره ده چې دوه مختلف اپرېچر لري.

د ټبلېټ په بڼه کارولو پر مهال مخکینۍ برخه کې يي دوه سیلفي کامرې ورکړل شوي چې یوه يي ۱۰ مېگاپکسله ډول پکسل وایډ کامره او دوهمه يي ۸ مېگاپکسله ار جي بي ډوله کامره ده.

کله چې موبایل قات شوی وي هم د سیلفي لپاره یوه ۱۰ مېگاپکسله وړتیا لرونکې سیلفي کامره لري.

دغه ځیرک موبایل به د اپرېل له شپږ ویشتمې څخه د نړۍ مختلفو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

د گلکسي فولډ بیه به ۱۹۸۰ امریکايي ډالرو څخه پیلېږي او په دې ډول به دا د سامسنگ او د نړۍ تر ټولو گران بیه ځیرک موبایل وي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: