کلتور او ادب

مدرسې: محمدعليم بسمل

محمد عليم بسمل

د مولا له نوره بلې دي ډېوې د مدرسو
هیڅ قوت وژلی نه شي ستارې دمدرسو
داجهان به معطر کاندي وږمې دمدرسو
وي دې خلاصې بندې مه شه دروازې دمدرسو

ترقي دې تا محدوده د دنیا تر زندګي
پرمختګ زمونږه پس له مرګه هم دوام لري
بس دا غواړو چې په هر قدم شو خدای ته ورنږدې
او خپل ځان خاورې کوو له نفسه اخلو ازادي
په جنت کې هم په مخ ځو درجه په درجه
تر څو پورې ترلاسه کړو دیدن یې الهي
تر مولا مو رسوی شي پريښتې دمدرسو
وي دې خلاصې بندې مه شه دروازې دمدرسو

دا منو چې تر سپوږمۍ پورې دې وکړه ترقي
خو تیاره دې کړله زیاته رادې نه وړه رڼايي
ټول ملي خاینان تاته ښه معلوم دي ای نړۍ
نه يې ویلي مدرسه ده نه قران نه بخاري
نړی وال جنګونه چا وکړل ملا وو او که پیر
نعمان وکړه، که مالک وه، که احمد که شافعي؟
نه ټپوس لري نه زاغ ښکلي باغچې د مدرسو
وي دې خلاصې بندې مه شه دروازې د مدرسو

په بوستان د مدرسو کې راټوکیږي نه اغزي
یابه شاه ولي الله وي یا امام غزالي
چې ملت ته يې ډالۍ کړ عالمګیر غوندې باچا
مدرسې دی زیږولی مجدد الف ثاني
شیخ الهند وه چې پیدا يې کړه په هند کې شاګردان
وو د هر سړي ابرو حسین احمد مدني
عالمان محمد علیمه دي شملې د مدرسو
وي دې خلاصې بندې مه شه دروازې د مدرسو

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: مدرسې: محمدعليم بسمل

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: