ټیکنالوژي

سامسنګ پنځه نوي په زړه پورې ځیرک مبایلونه وړاندې کړل – بشپړ تفصیلات

نن ټکی اسیا پنچشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): د سویلي کوریا مشهورې کمپنۍ سامسنګ په سان فرانسسکو کې د یوه ترسره شوي نړیوال نندارتون پرمخ خپل پنځه په زړه پورې نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کړل.

سامسنګ شرکت د ۲۰۱۹م کال مبایل ایس ټین (GALAXY S10-S10 plus-S10e) په درې نویو بڼو، یو کات کېدونکی (GALAXY Fold) او یو فایو جي (5G) مبایلونه وړاندې کړل، چې ځانګړتیاوې یې په لاندې ډول دي:

ګلیکسي ایس ټين «S10»

د سامسنګ نوی فلیګ شیپ ځيرک مبایل د ۶.۱ انچ QHD+ ډاینامیک ایمولیډ ښوی سکرین (د سکرین څنډې یې ښویې دي) سره وړاندې شو، شاخوا ته درې کامرې د درې لینزونو سره لري، چې یوه یې ۱۶ میګا پېکسله اضافي پراخه کامره، دویمه یې ۱۲ میګا پېکسله ټیلي فوټو کامره او دریمه یې ۱۲ میګا پېکسله کامره ده.

د مخې خوا ته یوه ۱۰ میګا پېکسله کامره لري، همدا ډول په سکرین باندې د الټرا سانیک په زړه پورې فینګر پرینټ (ګوتې کولپ) لري، همدا ډول د ۸۵۵ پياوړي سنیپ ډراګون پراسیسر سره د ۸ جي بي ریم او ۵۱۲ جي بي حافظه لري، سربېره پر دې د ۳۴۰۰ ملي امپیره بیترۍ لري او لومړۍ بیه یې (۸۹۹) امریکایي ډالره ایښودل شوې ده، دا مبایل د اوبو او ګرد جوړ شوی دی.

اے پی فوٹو

ګلیکسي ایس ټین پلس (S10Plus)

د سامسنګ دویم مبایل چې تر ټولو ستره ډیسپلی لري او د تېر مبایل په پرتله یې سکرین هم ستر دی، د سیلفي دویمه کامره هم لري او بیترۍ یې هم پياوړې ده، دغه مبایل د ښویدونکې یا کوږ سکرین سره ۶.۴ انچه QHD+ ایمولیډ ډیسپلی لري.

د مخې خواته د ۸ میګا پېکسله سنیپر جوایننګ او ۱۰ میګل پېکسله کامرې لري، ددې دویمه کامره د عکس اخیستلو لپاره نه بلکې د عکس ډیپت سینسنګ لپاره ورکړل شوې ده، او شاخوا ته هم د تېر په څېر درې کامرې لري.

دغه مبایل د سنیپ ډراګون پياوړي ۸۵۵ پراسیسر سره ۸ او ۱۲ جي بي ریم، ۱۲۸ او یو ټي بي «1TB» یعنې ۱۰۰۰ جي بي حافظه لري، د میموري کارت په واسطه یې حافظه نوره زیاتیدلای شي، ددې سربېره د ۴۱۰۰ ملي امپیره بیترۍ لري، بیه یې (۹۹۹) امریکایي ډالره ایښودل شوې ده، دا مبایل د اوبو او ګرد ضد جوړ شوی دی او بازار ته به د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه وړاندې شي.

اے پی فوٹو

ګلیکسي ایس ټين اي (S10e)

د پورتني دوو په پرتله دغه مبایل په بیه کې یو څه ارزانه دی، ایس ټین اي د ۵.۸ انچه HD+ ایمولیډ سیده سکرین لري، د دریو پرځای شاخوا ته دوه کامرې لري، یوه ۱۶ میګا پېکسله د اضافي پراختیا سره، دویمه ۱۲ میګا پېکسله کامره ورکړل شوې ده، سربېره پردې ۱۰ میګا پېکسله هول پنچ سیلفي کامره ورکړل شوې چې د ټیلي فوټو لینز په کې ورکړل شوی دی.

د ۸۵۵ سنیپ ډراګون پراسیسر سره د ۶ او ۸ جي ریم او ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه لري چې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري، دغه مبایل کې د ۳۱۰۰ ملي امپيره بیترۍ ورکول شوې، بیه یې (۷۴۹) امریکایي ډالره ایښودل شوې، دغه مبایل د اوبو او ګرد ضد جوړ شوی دی.

فوٹو بشکریہ انگیجیٹ ڈاٹ کام

ګلیکسي کات کېدونکی (GALAXY fold)

تر ټولو حیراونونکې د سامسنګ نوی ځیرک کات کیدونکی مبایل دی، د کات کېدلو پرمهال ۴.۶ انچه ډیسپلی لري، خو چې کله پرانیستل شي سکرین یې ۷.۳ انچو ته ستر شي، ددې په زړه پورې ځانګړتیا داده چې په یوه وخت په کې درې مختلفې اپلیکیشنې کارول کیږي، مثلا: د سکرین پر یو مخ واټساپ، په بل مخ یوټیوب او پر بل یې هم فیسبوک یا ګوګل او یا هم بل اپلیکیشن کتلای شئ.

دغه مبایل په شپږ کامرو مجهز دی، درې شاخوا ته چې ۱۶ میګا پېکسله یې اضافي پراختیا لري، ۱۲ میګا پېکسله یې ټیلي فوټو او بله هم ۱۲ میګا پېکسله د پراخه اینګل لرونکې کامره ده، یوه سیلفي کامره لري او دوه کامرې په داخل کې لري، د ۱۲ جي بي ریم سره به د ۵۱۲ جي بي حافظه ولري خو د میموري کارت اخیستلو وړتیا نه لري، دغه ډول د ۴۳۸۰ ملي امپیره بیترۍ لري، چې د ګوتې کولپ یې پر سکرین ورکړل شوی دی.

د نورو ځانګړتیاو سربېره دغه مبایل به په 5G ټکنالوژۍ سنبال وي، بیه یې (۱۹۸۰) امریکایي ډالره ښودل شوې ده، دغه مبایل به د اپریل په ۲۶مه بازار ته وړاندې شي.

ګلیکسي 5G مبایل

وروستی مبایل چې سامسنګ وړاندې کړی په فایو جي خدماتو سنبال دی، دغه مبایل به د روان کال په وروستیو او یا هم د 5G خدماتو چمتو کېدلو نه وروسته بازار ته وړاندې شي.

دغه مبایل به ۶.۷ انچه ستره ډیسپلی ولري، ددې مبایل شاخوا او سیلفي کامره به د 3D ډیپت سینسنګ کامرې ځانګړتیا ولري، شاخواته ۴ او مخې خوا ته ۲ کامرې لري، د سنیپ ډراګون ۸۵۵ پراسیسر لرلو سره د ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظه لري چې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري، ۴۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ لري، ددې مبایل بیه تر دې دمه نه ده اعلان شوې.

Image result for galaxy 5g

د سامسنګ ګليکسي ايس ۱۰ مبايل رسمي ويډيو:

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: سامسنګ پنځه نوي په زړه پورې ځیرک مبایلونه وړاندې کړل – بشپړ تفصیلات

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: