کلتور او ادب

شعر د تخیل په هنداره کې | محمدخان بریال

پر دې ټول پوهېږي چې شعر ته تر اوسه داسې بشپړ او ټولیز تعریف نه دی وړاندې شوی چې ټولو ته د منلو وړ وي. له ارسطو رانیولې، تر اوسنۍ معاصرې دورې پورې هر شاعر، ادیب او ژورنالېست له خپل لیدلوري سره سم شعر ته تعریف وړاندې کړی. ان په ځینو ځایونو کې له همغه لومړي پړا راهیسې تر اوسه پورې ځینې داسې کسان هم شته چې له شعر سره یې مخالفت کړی. اپلاتون پر شاعرانو نیوکه کوله او ویل به یې چې شعر او شاعري ټولنه خرابوي. اوس هم ځینې څېړونکي پر دې باور دي چې شعر ټولنې ته هېڅ ګټه نه ده کړې. له دې سترګې پټول ناشوني دي چې شعر ټولنې او خلکو ته ګټه نه کوي.

شعر یوه عربي کلیمه ده چې د پوهېدو په مانا ده. په اوسني معاصر پړاو کې چې شعر ته کوم تعریف وړاندې شوی او تر ډېره خلک ورسره همغږي دي، هغه په اهنګینه ژبه د فکر او خیال عاطفي تړون ته شعر ویل کېږي. د شعر مهم توکي هم فکر، تخیل، عاطفه او اهنګ دي. په منځنۍ دوره کې چې شعر ویل شوی، تر ډېره فکر ته لومړیتوب پکې ورکړل شوی دی او فکر یې بنسټیز توکی بلل شوی، خو په معاصر دوره کې داسې شاعران د شاعرۍ ډګر ته راغلل چې د تخیل پر مټ یې دومره ښکلي او رنګین الفاظ سره و وډل چې هر لوستونکي او اورېدونکي خپله تخیلي شعري تنده پرې خړوبه کړه.

په اوسنۍ دوره کې ځکه تخیل ته ډېره لومړیتوب ورکول کېږي چې تخیل د هر انسان د تېرو او روانو خیالونو لړۍ څاري او انځورونه په اهنګینه او تخیلي ژبه لوستونکوو ته وړاندې کوي. رضا براهني وايي: « تخیل په مستقم ډول د انسان له حافظې سره اړیکه لري. تخیل کله کله د حافظې زماني تداوم ساتي اوکله کله بیا د حافظې هرڅه سره ګډوډوي، چې د انځورونو په مرسته دغه ګډوډې شوې برخې بیرته یو دبل څنګ کې کیږدي اویوه فکري اوعاطفي کړۍ رامنځ ته کړي. له دې کبله ویلای شوچې دانځور جوړونې ځواک هماغه دتخیل ځواک دی. څومره چې انسان له مینه ییز پلوه په تخیل کې ډوب وي، همدمره له تېرو یادونو او انځورونو خوند اخلي. نو که د کوم شعر تخیلي بڼه پیاوړې وي، هر لوستونکي ته د خپلو یادیزو «خاطرو» د تکرار پر بنسټ خوند ورکوي. اوسني معاصر شاعران تر ډېره تخیل ته لومړیتوب ورکوي. لکه رضوان الله اوبرنګ وایي:

وتی له ذهنه مې تصویر د یو انسان ښه دی

اور مې همداسې په رګونو کې روان ښه دی

ستا چې رضا ده نو ورځه ارمان به ځان سم کړي

ته دې اباده وې دا زړه درپسې وران ښه دی.

په دغو بیتونو کې تر ډېره شاعر د خپل زړه غوټه د تخیل پر مټ سپړلې ده او دا غوټه د فکر پر مټ نه پرانیستل کېږي. شاعر په تخیل کې په پټه دغه کار کړی، خو که په ښکاره له یو چا ګیله کېږي، خو مخامخ به ورته وایي چې دغه کار دې ښه نه دی. دلته شاعر په تخیلي بڼه له یو انسان څخه ګیله کړې ده. یا شانواز باقر هم تر ډېره د تخیل پر مټ خبرې کوي. هغه په یو بیت کې وایي:

په محبت به دې سوچ وکړم یرېدلی یمه

له دې کمر نه یو ځل مخکې هم لوېدلی یمه

غږ مې څوک نه اوري مرۍ مې خپله کېنوله

ژوندی تصویر یم په دېوال چا لګولی یمه

په دغو بیتونو کې هم له فکري پلوه هېڅ خوند نه لري، خو که د تخیل په هنداره کې ورته وکتل، شاعر د تېرو ناخوالو له امله مینې ته زړه نه ښه کوي او دا هرڅه په حقیقي ژوند کې نه کېږي، بلکې تخیل دی چې انسان ته کله زړه ورکوي او کله کله یې بې زړه کوي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو استاد اجمل ښکلی وایي: «که تخیل نه وای، حقیقت به انسان وژلی و.» هو دا رښتیا ده. هر انسان په ژوند کې ځینې داسې غوښتنې لري چې ورته رسېدل ناشوني، خو تخیل د انسان هغه قوه ده چې له انسان سره د ده غوښتنو ته د رسېدو په برخه کې مرسته کوي؛ که څه هم هغه ناشوني وي. ډاکټر محب زغم هم تخیل ته داسې تعریف وړاندې کوي: «تخیل په خیالونو کې لاسوهنه ده، د همدغو خیالونو ادلون بدلون دی، د همدغو خیالونو ترکیبول، تجزیه کول او تحلیلول دي، دغه شي ته تخیل ویل کېږي».

په حقیقي ژوند کې د انسان ټولې غوښتنې نه پوره کېږي، خو که انسان د تخیل له وزرو کار واخلي، په هغه شېبه کې ورته رسېږي. بیا کله چې دغه غوښتنې په شعري ژبه د تخیل پر مټ بیان شي، یایې د پوره کېدو غوښتنه وشي او یا په تخیلي بڼه انځور شي، لوستونکي او اورېدونکي بلا خوند ترې اخلي. زموږ ټولنه داسې جوړښت لري چې هره څه ته یې چوکاټونه جوړ کړي دي. له دغو چوکاټونو تېری کول انسان ته بې شمېره ګواښونه پیدا کوي. دا په دې مانا چې زموږ په ټولنه کې خلک تر ډېره خپلې غوښتنې نه شي څرګندولی، ان ګه څرګندې یې هم کړي، د ټولنې د وګړو له غبرګون سره مخ کېږي. په ټولیز ډول ویلی شو چې شعر د تخیل په هنداره کې انسان ته نوی ژوند ورکوي او همدا تخیل دی چې انسان یې ژوندی ساتلی دی.  

686 total views, 4 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this: