افغانستان

د وردگو په جلگه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال گڼ ملکیان وژل شوي‌

تېره شپه د وردگو په جلگه یا دایمیردادو ولسوالۍ کې گډو کورنیو ځواکونو عملیات کړي، چې پر مهال یې د یوه کور ۹ غړي او تر څنگ یې څو نور ملکي وگړي هم وژل شوي دي.

جلګه د وردگو د والي جنرال مظفرالدین یمین سیمه ده، او د سیمه‌ییزو خلکو اټکل دا دی چې والي په خپل کلي عملیات پيل کړل.

ازاد خبریال حامد مایار چې د جلگې اوسیدونکی دی وایي، عملیات د شرتوغي په کلي کې شوي دي او د یوه کور ۹ غړي په یوه بم وژل شوي دي.

د هغه په خبره له پاسه الوتکو بمبار کړی او پر ځمکه هم عملیات روان وو، نو ځکه په نورو کورونو کې هم ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وردگو ولایتي اداره په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو طالبانو بیا یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو یوه مدرسه او په دریو کلیو کې څو کورونه نړولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، تېره شپه په جلگه ولسوالۍ کې تر ۲۰ ډير ملکي‌ وگړي د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې حکومت په دې وروستیو کې عملیاتو ته زور ورکړی او کله چې ملکي وگړي ووژني بیا پرې د وسله‌والو نوم ږدي.

%d bloggers like this: