کلتور او ادب

د اسلام ځلانده راتلونكى (کتاب+ډانلوډ)

ليکوال: سيد قطب رحمه الله

ژباړن: د / رحمت الله زاهد .

د اسلام ځلانده راتلونکى ( المستقبل لهذا الدين ) کتاب د شلمې ميلادي پيړۍ د ځلانده ستوري شهيد سيد قطب رحمه الله اثر دى .د سيد رح پر اړه د اسلام مفکر علامه ابوالحسن الندوي داسې فرمايي : د سيد قطب رح د طريقې ځانګړتيا دا وه ، چې هغه د پلمې لټونې او دفاع په غم کې نه دى ، بلکې هغه د لويديځوال تهذيب په بنيادونو ګذار کوي او پر خپل مقابل باندې د ګذار کولو لپاره مخکې کيږي ، هغه ته په اسلام کې هيڅ کمزروي او کمى نه ښکاري ، هغه اسلام د ژوند لپاره د يوه پوره او د هر اړخيز نظام په توګه په پوره اعتماد او يقين سره وړاندې کوي.

سيد رح په دې نامي اثر کې هم اسلام د ښه ژوند لپاره يوازنۍ تګلاره بولي او له دې دين پرته نور ټول اديان او مذاهب جاهليتونه يادوي او د اسلام په وړاندې د غرب دښمنۍ ته داسې اشاره کوي او د کتاب په شپږم مخ کې داسې ليکي: (( اسلام د هر اړخيزتوب ، واقعيت او بر لاسۍ ځانګړتياوې لري.دا هغه ځانګړتياوې دي چې نړيوال صليبي قوتونه ورڅخه پر اسلامي امت او اسلامي خاوره باندې د يرغل په وخت کې په تنګ شوي دي ، له دې امله صهيوني او صليبي قوتونه کوښښ کوي تر څو دا دين په خيالي عقيده او د عبادت په يو څو نمونو کې را حصار کړي او دا هر څه د لومړني ګام په توګه ترسره کيږي ، د دې لپاره چې په آخره کې دا دين په پوره توګه له منځه يوسي.

سيد رحمه الله پر دې عقيده دى چې ټولنيز ژوند بايد په هغه طريقه جريان ولري،چې الله تعالى يې له بندګانو څخه غواړي ، پر دې اړه د کتاب په 28 کې داسې ليکي : ( که چيرې دا پوره او هر اړخيز بيان د الله تعالى له خوا ونه شي او پر همدغه هر اړخيز تفسير باندې د ژوند نظام ونه دريږي ، نو دا هر څه بيا د انسان خواهشات دي او دا هغه جاهليت دى چې د الله تعالى دين يې مخالف دى او هر دين د دې لپاره راغلى دى تر څو خلک له دغه جاهليت څخه خلاص کړي او د الله تعالى بندګان يې جوړ کړي.که د الله تعالى په بندګي کې هر څه د هغه د لارښونو څخه تر لاسه نه شي ،نو دا بيا دا د الله تعالى عبادت نه بلکې د انسانانو عبادت دى.

ناوړه بيلتون د کتاب درېيم عنوان دى ، سيد رح په غرب کې د سکولريزم پر پيدايښت او نشأت باندې ژور تحقيق کړى دى ، ټول هغه اسباب ، عوامل ، شخړې ، او مظالم يې ذکر کړي دي چې له امله يې په غرب کې د دين او ټولنيز ژوند تر منځ اړيكه پرې شوه. د کتاب په 53 مخ کې داسې ليکي : (( دا هغه اسباب وو چې له امله يې د دين او دنيا په منځ کې دغه ناوړه بيلتون پېښ شو ، چې متاسفانه د هغې د اغېزو په وجه نن ورځ نه يوازې اورپا بلکه ټول بشريت په کړاو کې اخته دى او د دغه بيلتون له ترخې پيالې څخه نه تيريدونکي ګوټونه کوي.))

که په لنډه توګه ووايو ، چې سيد قطب رحمه الله په دې کتاب کې پر نورو اهمو موضاعاتو باندې هم بحث کړى
دى ، د اسلام په وړاندې د ټولو شکوکو او شبهاتو لپاره په دې کتاب کې يو مقنع ځواب موجود دى او له مبالغې پرته ويلاى شو چې د سيد قطب الله دا کتاب د سکولر او بې دينه خلکو په مخ درنه څپېړه ده.

د اسلام ځلانده راتلونکى کتاب لله الحمد په نړۍ کتابتون کې شته ، د نړۍ کتابتون مسولين په ټولو ځوانانو ، د اهل علمو د کتاب او مطالعې پر مينانو باندې غږ کوي چې نړۍ کتابتون ته دې راشي ، دا او دې ته ورته کتابونو مطالعه دې وکړي او له دې لارې دې خپله علمي تنده خړوبه کړي.

قاضي رفیع الله صمیم

د کتاب ډانلوډ لپاره په لاندې عکس کلیک وکړئ

%d bloggers like this: