عجیبې غریبې

د ۴۰ کاله ناحقه حبس په خاطر ۲۱ ملیون ډالره تاوان

تاند- د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د محبس چارواکي له هغه سړي سره په ۲۱ ملیون ډالره معاملې جوړ راغلل چې په ناحقه یې ۴۰ کاله په بند کې تېر کړي وو.

کریج کولي په ۲۰۱۷ م کال د کلیفورنیا ایالت د هماغه وخت د ګورنر له لوري په دې خاطر له بنده ازاد شو چې د ډي این اې ازمېښت ثابته نه کړه چې ده په قتل کې لاس درلود.

کولي په ۱۹۷۸ م کال د خپلې انډیوالې او د هغې د ۴ کلن زوی د وژلو په تور بندي شو او ۴۰ کاله یې د تورو تمبو شا ته تېر کړل.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې نن /دوشنبه/ راپور ورکړ چې د کلیفورنیا د (سیمي ویلي) ښار چارواکي وايي چې له اوږدې قانوني او عدلي پروسې وروسته له ښاغلي کولي سره موافقې ته رسېدلي چې ۲۱ ملیون ډالره معاوضه به ورکوي.

تېر کال د کلیفورنیا ایالتي حکومت ښاغلي کولي ته د ۲ ملیون ډالره معاوضې ورکړه تصویب کړې وه.

د وژل شوي ماشوم پر کمیس د ډي این اې وروستۍ معاینې وښوده چې څو تنو په قتل کې لاس درلود خو د هیڅ یوه ډي این اې د ښاغلي کولي له ډي این اې سره سر نه خوړ.

528 total views, 53 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this: