ټیکنالوژي

د «۱۰۰۰» جي بي ظرفیت لرونکی میموري کارت وړاندې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ کب، ۱۳۹۷ل): په ځیرک مبایلونو کې د سکرین او ویډیو ریزولوشن لوړوالي د ویډیو او عکسونو حجم بې اندازې زیات کړی، چې ورسره د کمې حافظې لرلو مبایل په چټکۍ سره ډکیږي او دا کار د مبایل کاروونکي لپاره ادېښمن دی.

د میموري کارتو وړاندې کوونکو مشهورو شرکتونو سان ډیسک (SanDisk) او میکرون (Micron) وړمه ورځ په بارسلونا ښار کې د یوه نړیوال نندارتون پر مخ د یو ټي بي (TB) یعنې «۱۰۰۰» GB ظرفیت لرونکی میموري کارتونه یا مایکرو ایس ډي کارډ (1TB microSDXC) پیژندنې ته وړاندې کړ.

د سان ډیسک شرکت ادعا کړې چې دغه (۱۰۰۰ جي بي) ظرفیت لرونکی میموري کارت د نړۍ تر ټولو چټک میموري کارت دی چې په یوه ثانیه کې به ۱۶۰ ایم بي معلومات ورلیږلی شي، بلخوا د میکرون شرکت ویلي چې دغه میموري کارت ته به یوه ثانیه کې د ۱۰۰ ایم بي معلومات ورلیږلی او ۹۵ ایم بي به ترې لیږلی شي.

د سان ډیسک شرکت د خپل نوي ۱۰۰۰ جي بي میموري کارت بیه تر «۴۵۰» امریکایي ډالره او د ۵۱۲ جي بي بیه یې «۱۹۹» ډالره ښودلې ده، په بدل کې د میکرون شرکت د خپلو میموري کارتونو بیه نه ده اعلان کړې خو اټکل کیږي چې د سان ډیسک په څېر به ددې بیه هم همدومره یا له دې کمه وي.

د شرکت د وینا سره سم دغه میموري کارت سره به د مبایل هیڅ ډول سرعت اغیزمن نشي او نه به هم په ویډیو کتلو کې کوم خلل رامنځته کیږي.

د سان ډیسک شرکت (1TB) او (۵۱۲) جي بي میموري کارتونه به د روان کال په اپریل میاشت کې بازار ته وړاندې شي، خو د میکرون شرکت نېټه نه ده په ډاګه کړې، ویل کیږي چې د جولایي میاشتې تر پېله به وړاندې شي.

د یادونې ده چې اوونۍ وړاندې د سامسنګ لخوا د «S» سیریز درې مبایلونه وړاندې شول چې یو یې په نړۍ کې په لومړي وار (1TB) حافظه لرونکی دی او د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري، که دغه مبایل ته 1TB میموري کارت ورزیات شي ددې ټولټال حافظه به ۲ زره جي بي شي چې دا به حیرانونکې وي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د «۱۰۰۰» جي بي ظرفیت لرونکی میموري کارت وړاندې شو

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: