کلتور او ادب

د خاوند د مرګ په اړه د یوې میرمنې کیسه

ژباړه: محمد جاوید صافی

یوه میرمن داسې لیکي
ایا کولای شئ چې ووایاست، زما خاوند په ښه مرګ مړ شو او که هغه په بد مرګ مړ شو؟
هغه لیکلي: یو وخت زه او زما خاوند په چوکۍ کې ناست وو، او د فوټبال لوبه مو کتله،ځکه زما خاوند د فوټبال سره زیاته مینه درلوده او هغه د الان شیرا ملاتړی وو او هغه به د الان شیرا سره زیاته مینه درلوده.

د هغه په کالیو به په الان شیرا امضاء وه، د هغه د خوب اطاق کې به د الان شیرا عکسونه موجود وو، هغه به د الان شیرا کارډونه له ځان سره لرل.

نوموړې میرمن وایي: یو ماښام کله چې زه او زما خاوند ناست وو او خاوند مې وویل: ملا مې درد کوي، او پښې مې ضعیفه کیږي
میرمن وایي: ما امبولانس ته تیلیفون وکړ او وروسته له شلو دقیقو امبولانس راورسید.

هغوی له ځان سره د ناروغ لپاره کټ هم راووړ او کله چې هغوی د ناروغ لپاره کټ راووړ، دوی زما خاوند په نوموړي کټ کې واچوو، کله چې هغوی زما خاوند په کټ کې کیښود، خاوند مې زما لاسونه ونیول او راته ویې ته وویل: له ما وروسته په ماشومانو پام کوه.

ما خپل خاوند ته وویل: ته به د شلو دقیقو لپاره په روغتون کې یې او بیرته به راوګرځې.
دوی د امبولانس په لور روان شول، او کله چې امبولانس ته وختل، زما خاوند د کور په لور کتل، داسې ښکاریده لکه چې بیرته به راونه ګرځي.

امبولانس مونږ روغتون ته ورسولو او کله یې چې په روغتون کې زما خاوند معاینه کړ، نو هغوی هغه څه وموندل چې هغه ترې مړ شو. یعني زما خاوند کینسر وو او داسې کینسر چې د هغه مغزو ته رسیدلی وو

پیغمبر ﷺفرمایلي: ته به په هغه لار کې مړ کیږې، په کومه کې چې دې ژوند تیر کړی وي که چیرې تا په نافرمانۍ سره ژوند کړی وي، که چیرې تا په ګناهونو سره ژوند کړی وي، نو ته به په هماغه لار کې مړ کیږي، او له مرګ وروسته به په داسې ډول راپاڅیږې، په کوم ډول چې مړ شوی یې.

نوموړې میرمن وایي: هغوی زما خاوند ته ماشین کیښود او ویې ویل: ستا خاوند به صرف د یو څو ورځو لپاره ژوندی وي، یا به څو ورځې وي او یا به څو ساعته، نو ددې لپاره له ده څخه زیاته استفاده وکړئ.
زه له خپل خاوند سره نژدې تاسته وم، او لاسونه یې ما نیولې وو، او ما هغه دې ته هڅولو تر څو، لا اله الا الله، ووایي.

خو زما خاوند د کړکۍ په لور کتل، او په ټوله کې ناڅاپه هغه خندا شروع کړه، د هغه خندا ډیره لوړه وه، چې نرسان او ډاکټران راغلل.
کله چې ډاکټران راغلل، زما د خاوند بدن له منځني حالت څخه ووت، او چیغې یې شروع کړې چې، الان شیرا، الان شیرا، الان شیرا.
او ماشین بند شو

پیغمبر ﷺفرمایلي: ته به په هغه لار کې مړ کیږې، په کومه کې چې دې ژوند تیر کړی وي، که چیرې تا په نافرمانۍ سره ژوند کړی وي، که چیرې تا په ګناهونو سره ژوند کړی وي نو ته به په هماغه لار کې مړ کیږي
الله جل جلاله دې مونږ وژغوري

%d bloggers like this: