کلتور او ادب

پالل/ اجمل پسرلی

د بخارۍ په خوله کې وچو دړو سمه خوله نه وه اخیستې.  د کوټې په بر سر کې ناست سپین ږیري بخارۍ ته دوې سترګې نیولې وې. شاوخوا توشک له خلکو ډک وو، خو چا خبره نه کوله دوی نوي له هدیرې راګرځیدلي وو.

سپين ږیري پټو پر اوږه سم کړ:

-میونده هغه ستاسو مدیر خو جنازې ته نه و راغلی

میوند د بخارۍ له شا سر هسک کړ:

-حاجي صاحب هغه په موبایل کې پیغام راته پرې ایښی و چې نن یې د موسسې غونډه ده ماښام ته به راښکاره شي

حاجي توکدانۍ له مخې اړخ ته کړه:

-کارونه نه خلاصیږي، په مړي ژوندي خلک ښه ښکاري

میوند ورولټید، په مسینجر کې یې ثبت شوی غږ ولګاوه، موبایل یې د حاجي غوږ ته نژدې ونیو:« ستاسو په غم کې شریک یم حاجي صاحب ته زما د خواخوږي پيغام ورسوه زموږ د موسسې…..» حاجي خپل لاس پر غوږ کیښود:

-نه یې اورم غوږونه مې مه پرې راخوره

میوند بیرته راپه شا شو. له پیالو د شنه چای تاو لټیده، یو نیم ځل به چا د تاوده چای غوړپ وکړ، څړپ به یې شو. نور ټول غلي وو. چا څه نه ویل. د حاجي موبایل ته زنګ راغی، ده د عینکو له شا شمیرې ته وکتل، ټیلفون یې مړ کړ.

بیا د موبایل زنګ وشرنګیده، میوند له جیبه موبایل راوایست د ده رییس و، ورته ویې ویل له حاجي سره خبرې کوي، هغه ټیلفون نه اخلي. میوند راپاڅیده چې حاجي ته موبایل ونیسي، هغه د ده لاس پورې واهه، له کوټې ووت. میوند خپل کشري ورور ته چې له وره سره ناست و وویل:

-دغه توکدانۍ خو وباسه له بویه یې لیوني شوو

د کوټې په بر سر کې ناست سړي چې په پټو کې یې ځان نغښتی و او یوازې دوې سترګې یې ښکاریدې ورغږ کړل:

-توکدانۍ بیرته ژر راوړه چې اوس به حاجي صاحب راشي پسې غواړې به یې.

میوند ته بیا د ده د ریس زنګ راغی. ده موبایل سایلنټ موډ ته واړاوه. په کوټه کې کراره کراري شوه، خو د بخارۍ د لرګو ټک ټک ټک و.

پای

1,047 total views, 10 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this: