کلتور او ادب

تشویش: حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

سوچونو لیونی کړ‎م دا داستان به څنگه شي؟
وطن به څنگه شي؟ زموږ‎ ارمان به څنگه شي؟

نیمگړ‎ې ارزوگانې به مو څرنگه تأویل شي؟
تعبیر د روڼ سبا د خوب بیان به څنگه شي؟

یا ربه! د تشویش غوټه مې ستا حضور ته سپړ‎م
زموږ‎ ضعیف ایمان او لوی کاروان به څنگه شي؟

که سوله په مانا کې له دریځه انحراف وي
دا اولس کاله جنگ او شھیدان به څنگه شي؟

ویریږ‎م چې گټلې جنگ پر میز باندې ور نکړ‎و
د کفر پر وعدو مو اطمینان به څنگه شي؟!

پوھیږ‎م چې کافر دښمن مکار او غټ شیطان دی
مومن زړ‎ونه له دجل په امان به څنگه شي؟

توکل مو په رب کړ‎ی، په ریبار مو پوخ باور دی
خو سولې ته خنډ شوي غمازان به څنگه شي؟

که بې له اسلامي نظام په بل څه شي راضي شئ!
چې رب سرہ مو کړ‎ی دی، پیمان به څنگه شي؟

ای خدایه! که ته حق نن پر باطل برلاسی نه کړ‎ې
زموږ‎ د نیمې شپې ژړ‎ا فغان به څنگه شي؟

خالقه که دا ستا د رحمت وریځې پرې را نه شي
زموږ‎ له وچو سترگو نه باران به څنگه شي؟

دا ستا د یارۍ ټس دی چې شکیدلې تڼۍ گرځي
حفیظ به وایه څنگه؟ او گریوان به څنگه شي؟

حفیظ الدین پیرزاده
ستاکھولم سویدن

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: تشویش: حفيظ الدين پيرزاده

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: