خبرپاڼې خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې د جواز په ګډون پنځه نور تدارکاتي قراردادونه منظور کړل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA)  اړوند د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې د جواز ورکړې قرارداد چې له وړاندوینې سره سم به په کې په مجموعي توګه ۳۸۳میلیون ډالرو پانګونه کېږي او د ۴۷۵میلیون افغانیو په ارزښت پنځه نور تدارکاتي قراردادونه منظور شول چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:

  • د فواید عامې وزارت اړوند له ګردېز څخه تر زرمت پورې د دویم سړک د لومړي فاز د بیارغاونې قرارداد،
  • د لوړو زده‌کړو وزارت اړوند پوهنتونونو کې د کیفیت د تضمین او مسلکي پرمختیا د پنځو مرکزونو د جوړولو قراراداد،
  • د کور جوړولوتصدۍ له خوا د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي معینیت د اوه پوړیزې ودانۍ د پاتې کار بشپړولو قرارداد،
  • د کور او ښارجوړولو وزارت د اړتیا وړ تېلو د تداردک قرارداد،
  • د چارو ادارې د عمومي ریاست لپاره د لبنیاتو د تدارک قرارداد،

د یادونې وړ ده چې د نوري فایبر د ملي شبکې د پانګونې جواز ورکړه څلورو داوطلب شرکتونو افغان بیسیم، اتصالات، روشن او (Asia Consultancy Group)   ته منظور شوه؛ خو  په پروسه کې پنځم شرکت (  (Amania & Connectivity International چې په ګډه یې افر وړاندې کړی و، په دې برخه کې د ګټو تضاد او په شرایطو کې د زیاتو مواردو د نه بشپړولو د ملاحظاتو په خاطر قرارداد ور نه کړل شو، همدارنګه روشن شرکت ته قرارداد په پرنسیپ کې د مالیاتو د تصفیې په شرط منظور شو.

د یادونې وړ ده چې د داوطلبۍ په پروسه کې د MTN شرکت هم ګډون کړی او اترا ادارې د ارزونې پلاوي له خوا په لومړۍ مرحله کې د داوطلبۍ د اسنادو د شرایطو د نه بشپړولو په دلیل بریالی ونه ارزول شو.

سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمیسیون د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د تجهیزاتو او پرزه جاتو په قراردادونو کې تعدیل، د ملي اردو د مرکزي جزوتامونو او قطعاتو د بستر ملحقات، د ساحوي او مرکزي قول اردوګانو د خرڅ وړ اجناسو تدارک، د سرحدي قوماندانیو لپاره د خرابېدو وړ اعاشوي توکو د پرچون خریدارۍ وړاندیز چې د ځمکني ترانسپورت له لارې ممکن نه وي، د کرنې وزارت د غنمو د انتقال پروژې قرارداد کې کموالی او د روغتیا وزارت اړوند حبوباتو د قرارداد فسخه تائید کړه. 

له بلې خوا د کاپیسا ولایت د ۱۰۰بستریز روغتون د ارزونې، د تفتیش د کورنیو خصوصي شرکتونو د کړنو ارزونې راپورونه چې د ټاکل شوي پلاوي له خوا کمیسیون ته وړاندې شول په هغه کې مطرح شوې سپارښتنې تائید شوې.

جمهوررئیس غني د کاپیسا د روغتون پروژې په اړه ټینګار وکړ چې پروژه باید د قرارداد د پاتې وخت سره سم د قراردادي شرکت له خوا بشپړه شي ځکه روغتون د کاپیسا د شریفو خلکو عاجله اړتیا ده.

جمهوررئیس د تفتیش د کورنیو خصوصي شرکتونو په اړه وویل باید په دې اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور سره سم اقدامات وشي، ځکه د دغو شرکتونو کاري شفافیت او د دوی د تفتیشي راپورونو صحت او د خصوصي شرکتونو مالي چارې د پوښتنې وړ دي او هر کله چې هر یو شرکت ناقص او یا تزویري راپور وړاندې کړي بایدتعقیب شي.

په دغه غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، ملي او بین المللي څارونکو له هغې جملې فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتیا څار، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمیسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د متحدوایالتونو د ځانګړي مفتش (سیګار) او غوڅ ملاتړ د سیستیکا استازو ګډون درلود. 

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.