د تخار په کورونو کې ناست خیالي پولیس

تبصره

په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو لپاره د تېلو په قراردادي شرکتونو، په ولایاتوکې خیالي ښوونځیو، خیالي پولیسو او هر وزارت کې اداري فساد دې پولې ته ورسېد چې هېواد یې په نړیواله کچه د فاسدوهېوادونو د کتار په لومړي سر کې ودراوه.

دمخه به مو یواځې له رسنیو اورېدل چې افغانستان د بهرنیانو شتون او په حکومت کې داخلي اختلافاتو د جګړې په ډګر بدل کړی دی. خو ترڅنګ یې خیالي پولیس او خیالي ښوونځي هم بې ونډې نه دي، چې ورځ په ورځ له حقیقته پرده پورته کېږي.

له تخاره رسنیو ته داسې سندونه په لاس ورغلي چې پولیس په کورونو کې ناست وي او په پوستو، غونډونو او پوځي مرکزونو کې په وظیفو حاضر شمېرل کېږي. یواځې د حاضرۍ مسئول د مسئول قوماندان په لارښوونه  تر سلو د زیاتو کسانو لاسلیکونه کوي او یا یې مهرونه لګوي.

افغانستان له پخوا په دې مرض اخته دی. دمخه به په کرنیزو فارمونو کې یوه باغوان باشي د پنځوس حاضرو باغوانانو د حاضرۍ په کتاب کې له شلو زیاتو په کور کې د ناستو باغوانانو مهرونه په جیب کې ګرځول. د معاش پر مهال به په کور کې ناست باغوان حاضرېده، معاش به نیم د باغوان باشي او نیم د خیالي باغوان ؤ.

په هېواد کې هر څه حاضر دي، خو خیالي تر حاضرو ډېره ګټه کړې ده. د تخار خیالي پولیسو هم له حاضرو او په پوستو کې تر مېشتو پولیسو ډېره ګټه وکړه. په کورونو کې کورني مسئولیتونه سر ته رسوي، د نفوذي ملګري له ډزه په امن وي، سنګر که یې په خطره کې وي خو سر یې په امن وي. په کور کې یې یوه پښه پر بله اړولې وي او د معاش رارسېدلو ته یې دوې سترګې څلور شوې وي.

په تخار کې دوه ډوله خیالي پولیس دي، یو دا چې په پوستو کې پولیس کم وي خو امتیازات د پوره پولیسو ترلاسه کوي. دویم دا چې په یوه پوسته کې هیڅ پولیس نه شته، خو په میاشتو میاشتو یې امتیازات حواله کېږي.

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند په ۵۵ پولیسو کې ۵ پولیس حاضر دي، پنځوس یې خیالي امتیازات ترلاسه کوي، ځکه خو طالبان د ولایاتو او قوماندانیو تر دروازو پورې ورسېدل.

د یوې باوري سرچینې په وینا د تخار پولیسو په ټولو قطعو کې خیالي پولیس شته او زیاتره يې په محلي پولیسو کې دي چې د زورواکو د نفوذ له امله څوک د خیالي پولیسو پلټنه هم نه شي کولای.

د همدې ستونزې د حل لپاره د ملي امنیت لخوا دفاعي بنسټونو ته په استولي متحدالمال لیک کې ویل شوي چې د پولیسو خدمتي مسله په هیڅ صورت د منلو نه‌ ده؛ خو سندونه ښیې چې اوس هم په تخار کې دموجوده پولسوڅلورچنده خیالي پولیس د زورواکو لخوا په ملي امنیت منل شوي دي.

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

امریکا پر چین بندیزونه لګولي دي

امریکا له روسیې د پوځي الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتل ...