۶۰۰۰ ورځې امریکايي جګړه د څه لپاره ؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جګړې پوره ۶۰۰۰ ورځې تیرې شوې.

په دغو ۶۰۰۰ ورځو کې د هرې لحظې په تیریدو سره یو افغان وژل شوی ، بل ټپي شوی او بل په مختلفو پلمو سره د زندان د تورو تمبو شا ته زنداني شوی دی.

که په تیرو ۱۷ کلونو کې د امریکايي یرغلګرو په لاس د وژل شویو افغانانو وژنه محاسبه شي ښايي مجموعي محصول یې تر لکونو انسانانو هم زیات شي، خو که یې د وژلو لامل وپوښتل شي نو ښايي هیڅ څوک یې هم د ځواب ویلو پیدا نه شي.

دریغه چې د افغانانو دغه بي لامله وژنه په همدې ځای دریدلې وای ، خو لیدل کیږي چې نور هم د هغې د غځولو لپاره د جنګي ستراتیژۍ په اعلانولو سره نور تازه نفسه ځواکونه افغانستان ته را لیږل کیږي.

په افغانستان کې د امریکايي اشغال په دغه اوږده موده کي یواځې افغان وژنه نه ؛ بلکې د هغه ترڅنګ نا امني، ګډوډي، بیکاري ، د نشه يي توکو پریماني، له قانونه خلاف ورزي ، فساد ، غلا ، اختلاس او د عامه شتمنیو غصبول هم تر ټولو لوړ کچ ته رسیدلي.

خو امریکایان د دې هرڅه باوجود نور هم غواړي دلته خپل نا مشروع شتون تر مختلفو پلمو لاندې اوږد کړي.

دا خبرې زمونږ تشه ادعاء نه ؛ بلکې تر هرچا وړاندې ورباندې خپله امریکايي رسنۍ اعتراف لري ، مشهوري امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ (Washington Post.) او نیویارک پسټ (New York Post) په خپلو وروستیو تحلیلونو کې دا خبر څرګنده کړې چې مونږ په افغانستان کې له ۶۰۰۰ ورځو تیرولو وروسته کومې لاسته راړنې لرلې او پوځونو مو نور هلته د څه لپاره پاتې دي؟

که څه هم چې د هغوي په لاس جوړ شوی حکومت په ظاهره د سولې نارې سورې وهي خو د ټرمپ لخوا د اعلان شوې جنګي ستراتیژي د بمونو په لمبو کې په هیڅ صورت د دغې نمایشي سولې تحقق شونی نه دی.

حقیقت دا دی چې که تر هر عنوان لاندې نور هم دلته امریکايي ځواکونه پاتې کیږي بیا به یې هم نتیجه د افغانانو او افغانستان تباهي وي ، له‍ذا د دغې تباهي د ختمیدو لپاره په کار دی چې نور په افغانستان کې امریکايي اشغال ته د پای ټکی کیښودل شي .

په افغانستان کې د امریکايي اشغال خاتمه د افغانستان او سیمې د ثبات یواځینی لامل دی .

The post ۶۰۰۰ ورځې امریکايي جګړه د څه لپاره ؟! appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ښه او بد!

عبدالله وردک / انګلستان – جون – ۲۰۱۸ ګرانو او محترمو وروڼو ...