د ارګ خبرپاڼه

د بادغیس ولایت مشرانو او متنفذینو د حکومت د برنامو ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د بادغیس ولایت له یوشمېر مشرانو او متنفذینو سره د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې عبدالرزاق شرفیار او سید عبدالله ندیم‏زوی د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې له دوی سره د کتنې له امله مننه وکړه. هغوی د بادغیس ولایت غوښتنې، ستونزې او اړتیاوې مطرح او د دې ولایت پر اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ټینګار وکړ.

ویناوالو د جمهوررئیس غني د بهرني سیاست او د حکومت د اقتصادي او زیربنایي برنامو څخه ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه، د سیمه ییزه لویو انکشافي پروژو د کار پرانیسته به د افغانستان د اجتماعي، امنیتي او سیاسي وضعیت د ښه والي لامل شي.

وروسته د هېواد جمهوررئیس د بادغیس ولایت مشرانو او متنفذینو ته د هرکلي ترڅنګ د حکومت د برنامو د ملاتړ له امله د هغوی قدرداني وکړه وې ویل، بادغیس ولایت کې به د سترو پراختیایي پروژو د تطبیق او په ځانګړي ډول د حلقوي سړک او اوسپنې پټلۍ د پراختیا له امله پام وړ ښه والی راشي.

د هېواد جمهور رئیس  له دولت سره د بادغیس ولایت د خلکو د همکارۍ مننه وکړه او د سولې او ثبات په راوستلو کې یې د خلکو رول مهم وباله. جمهوررئیس وویل، سرحدي ولسوالیو ته به زیاته پاملرنه وشي او کلیو پراختیا وزارت په دې برخه کې د متوازن انکشاف برنامې لري.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، د ولسي تړون برنامې په بشپړ تطبیق سره به د لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو خلک هوسا شي او له هغوی یې وغوښتل، چې په دې او د سولې راوستو په برخه کې خپل مشخص وړاندېزونه ترتیب او وړاندې کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

جمهوررئیس غني د هېواد له ټولو ملکي او نظامي مسوولانو څخه د اوربند د ښه مدیریت په خاطر مننه وکړه

  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د توحید ...