پښتانه او د انګرېزي سياست ځاى ناستى پنجاب

ع، وطندار

كله چې د انګليس ناولې پښتنه د ويسټ انډيا كمپنۍ (West India Company) له لارې، له مغلي هند سره د سوداګريزو اړيكو د ټينګولو په پلمه هند ته را ورسېده او بيا يې لومړى سيكان د يوې لنډې مودې له پاره د ځان او افغانانو په مقابل كې حايل كړل او بيا يې د رنجيت له مرګه وروسته د سيكانو ټغر هم ټول كړ او مستقيماً له افغانانو سره مخ شول؛ نو تر ټولو لومړى د پښتنو له مقاومت سره مخ شول؛ ځكه پښتانه يې په مخ كې پراته وو؛ نو له همغه وخته له پښتنو سره په خاصه توګه او له ګرد افغان ولس سره په عامه توګه د انګرېزانو دښمني پيل شوه او له همغې ورځې نه تر اوسه پورې يې كله هم پښتانه او افغانان و نه بخښل. د دويم نړيوال جنګ په پاى كې چې انګرېزان نور پر دې پوه شول چې له يوې خوا يې افغانان پر وړاندې را ويښ شوي او په 1919 كې يې د امان ا… خان په مشرۍ له انګرېزانو خپل استقلال واخست او د هغه انګرېزانو پوزه يې په خاورو پورې وموښله چې ويل به يې: «لمر زموږ په قلمرو كې نه ډوبېږي» او له بلې خوا هندي ولس هم د انګرېز په مقابل كې يوه نه ستړې كېدونكې مبارزه پيل كړې وه، د دې مبارزې په سر كې هم له ښه بخته چې مسلمان عالمان واقع وو چې بيا ګاندي، نهرو، سردار پټيل او نور هندو مشران هم ورسره ملګري شول. انګرېز تصميم ونيو چې له هنده ووځي؛ خو د يوه استعمارګر قوم په توګه ورسره دا پوښتنه ملګرې وه چې په څه ډول له هنده ووځي. په 1945 كې چې د انګرېزانو مشهور صدراعظم چرچل انتخابات بايللي وو. په همدغه وخت كې د هند وايسرا لارډ  وېول لندن ته ولاړ او له چرچل سره يې وكتل او له هنده يې د انګرېزانو د وتلو داستان ورسره شريك كړ چې پخپله د وېول په شهادت چرچل ورته سپارښتنه وكړه چې: «د هند يوه برخه ځان ته وساتئ».

دلته يوه خو د هندي مشرانو د آزادي غوښتونكو مبارازاتو  خبره وه، چې په سر كې ټول پر دې خبره يوه خوله وو چې بايد انګرېزان له هنده ووځي او تر هغې ورسته طبيعي ده چې مسلمانو مشرانو به يو هدف درلود چې مسلمانانو ته يو جلا هېواد جوړ شي؛ خو وروسته چې دا هېواد جوړ شو او پاكستان ونومول شو، دا هغه اسلامي هېواد نه و چې د هند مسلمانو مبارزو مشرانو يې خوب ليده؛ بلكې دا هغه هېواد و چې د انګليس د خپلو سياستونو له مخې جوړ كړاى شو.

په هغه وخت كې چې پاكستان د جوړولو په درشل كې و، د پښتنو مشر خان عبدالغفار د هند له كانګرس سره ملګرى و. هغه وخت ګاندي هم د هند د وېش مخالف و او باچا خان هم؛ خو وروسته چې نهرو، پټيل او نورو هندو مشرانو د خپل مقاومت توره او ډال د انګرېز پر وړاندې پر ځمكه كېښوده، ګاندي هم مجبور شو چې د مذهب پر بنا د هند د وېش هغه طرح چې انګرېز را وړاندې كړې وه ومني. دې خبرې د محمد علي جناح په مشرۍ له مسلم ليګ سره چې د پاكستان د جوړولو بيرغ په لاس كې وركړل شوى و، ډېره مرسته وكړه؛ ځكه پښتانه خو مسلمانان وو او د انګرېزانو په مقابل كې يې سخته كركه درلوده؛ نو طبيعي خبره ده چې د يوه اسلامي هېواد د جوړېدو د طرحې خوا ته متمايل وو؛ ځكه غوښتل يې چې په دې ډول د انګرېز له تسلط نه خلاص شي؛ خو پښتانه چې پر دې خبره پوه نه وو پوه چې انګرېز څه پيتي پخ كړي دي، د خپلې ساده ګۍ ښكار شول؛ نو ځكه د دې تر څنګ چې په نامستقيمه توګه د انګرېزانو تر استعمار لاندې پاتې شول، په مستقيمه توګه د پنجاب تر استعمار لاندې چې په نوي جوړ شوي اسلامي هېواد پاكستان كې د انګرېزي  استعمار ځاى ناستى و تر تېغ لاندې هم راغلل. د دې غټ ثبوت دا دى چې په ځانګړې توګه له قبايلي پښتنو سره د پاكستان چلند همغه پاتې شو چې د انګرېزانو په وخت كې و. انګرېزانو قبايلي پښتنو ته ځانګړى قانون را ايستى و چې د F.C.R. په نامه يادېده چې بيا د پاكستان له خوا هم نافذالعمل شو. د دې تر څنګ باچان او د ده ملګري چې د خدايي خدمتګار په نامه يادېدل تر شديد فشار لاندې راغلل، خصوصاً د باچا خان په شمول د دې تحريك مشران په وار وار زندانونو ته واچول شول؛ خو د باچا خان هلو ځلو ځكه نتيجه نه شواى وركولاى چې هغه د پښتنو د حقوقو د احقاق له پاره سوله ييزه لار خپله كړې وه او پنجاب دې سوله ييزې لارې ته ارزښت نه وركاوه. په پاكستان كې سره له دې چې د خدايي خدمتګار ځاى ناستي ګوند عوامي نېشنل پارټي او په جنوبي پښتونخوا كې د خان عبدالصمد خان د مبارزاتو ځاى ناستي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي د پاكستان د 1973 كال اساسي قانون ومانه، د پاكستان په كابينه، سينټ، قومي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليو كې كښېناستل؛ خو بيا هم پښتانه تر اوسه چې د خپلواكۍ بحث خو يې لا جلا بحث دى، د پاكستان د ملت د يوې سترې برخې په توګه له خپلو حقوقو نه محروم دي او د دوى تر څنګ د بلوڅو هم همدا حال دى او ان چې په سند كې سنديانو د «سندهوېش» تر تحريك لاندې له پنجاب سره خپله كركه څرګنده كړه او بنګاليانو خو د ډېرو فشارونو او ظلمونو له زغملو سره سره په 1971 كې له پاكستانه خپل استقلال واخست.

خواوشا يوه نيمه مياشت د مخه د پنجاب د پوليسو يوه مشر په كراچۍ كې د مسيدو يو ځوان نقيب مسيد ونيو او په ډېره بې رحمۍ سره يې وواژه او تور يې پرې ور ولګاوه چې هغه له داعش سره لاس درلود. دا يوه ډېره خندونكې خبره وه؛ ځكه كه هغه فرض محال مجرم هم و؛ خو پاكستان خو لويه څارنوالي درلوده، محاكم يې درلودل، بايد څارنوالۍ ته معرفي شوى واى؛ نو پوليس خو د چا د وژلو حق نه لري. تر دې پېښې لږې ورځې وروسته د پښتنو يو شمېر كسان خصوصاً قبايلي ځوانان او كسان په اسلام اباد كې سره را ټول شول او ناسته يې وكړه او د دې پېښې د عاملينو د نيولو غوښتنه يې كوله؛ خو د دې غونډې يوه لويه خوبي دا وه چې په انتها درجه سوله ييزه وه او هېڅ كوم داسې حركت ترينه و نه شو چې هغه د اعتراض وړ وي. دې غونډې نوي ابعاد هم پيدا كړل او هغه دا چې نه يواځې د وژل شوي نقيب د خون د پوښتنې غوښتنه يې كوله؛ بلكې د هغو كسانو پوښتنه يې هم كوله چې پاكستاني استخباراتو نيولي وو او تر ننه تري تم دي. په دې كسانو كې د پښتنو تر څنګ ګڼ بلوڅان هم شامل دي. غونډې ته پښتانه سياسي مشران لكه اسفند يار ولي خان، محمود خان اڅكزى او نور هم ورغلل او ويناوې يې وكړې او د دغه كاملاً ولسي تحريك ملاتړ يې اعلان كړ؛ خو غونډې په پاى كې حكومت ته يوه مياشت وخت وركړ چې د دوى د غوښتنو پوښتنه وكړي او كه نه دوى به خپلو سوله ييزو مظاهرو او لاريونونو ته دوام وركوي. د دې ولسي تحريك مشر منظور پښتون اعلان وكړ چې دا حركت به غځوي او په مختلفو ځايونو كې به د خپلو حقوقو د غوښتنې غږ اوچتوي؛ خو د تعجب خبره دا ده چې تر اوسه پورې د پاكستان واكمنانو پرې غوږ هم و نه ګراوه، له دې نه دا معلومه ده چې پنجاب د پښتنو حق ته بالكل نه دى قانع؛ بلكې غواړي پښتانه د خپلو شومو اغراضو له پاره استعمال خو كړي؛ خو د حقوقو يې هېڅ پروا و نه كړي، كه چېرې پښتنو مشرانو او پخپله عامو پښتنو د پاكستان د جوړېدو پر مهال غفلت نه واى كړاى، نن به يې دا حال نه واى.

 

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پاکستاني چارواکي: سعودي ته مو په اقتصادي دهلیز کې د شاملېدو بلنه ورکړې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وایي، سعودي عربستان ته یې ...