د افغان وژنې شپږ زره ورځې

د افغان وژنې شپږ زره ورځې

پر افغانستان د امریکايي یرغل شپږ زره ورځې پوره شوې. د یوې څېړنې له مخې د امریکا له خوا په دغه پیل شوې جګړه کې د ۲۰۱۶ کال تر نیمايي پورې څه باندې ۱۱۱ زره کسان وژل شوي دي. په امریکا کې د واټسن پوهنتون د یوې څېړنې له مخې په وژل شوو کې ۴۲۰۰۰ طالبان، ۳۱۰۰۰ ملکي وګړي، ۳۰۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه، ۶۰۰۰ امریکايي پوځيان او قراردادیان، ۱۱۰۰ د ناټو پوځيان او سلګونه خبریالان او د بشري چارو کارکوونکي شامل دي. ویل شوي چې که د تېرو دوو نورو کلونو شمېر هم پرې ور زیات شي، نو خبره تر ۱۵۰ زرو پورې رسېږي.
دا د یوه پوهنتون څېړنه ده چې پر رسمي شمېرو ولاړه ده، خو دا روښانه ده چې په جګړه کې تر دې زیات افغانان وژل شوي او دا جګړه ورځ تر بلې نوره هم خونړۍ کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې د دې وژنو مسوول څوک دي او له چا باید په دې تړاو پوښتنه وشي؟
امریکا د سپټمبر یوولسمه پلمه کړه او پر افغانستان یې یرغل وکړ. د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې شاوخوا درې زره امریکایان وژل شوي وو، چې افغانانو پکې هېڅ رول نه درلود، خو امریکا افغانستان د جګړو او وژنو په ډګر بدل کړ. د دې جګړې ټول قربانیان افغانان دي او یوازې یوه وړه برخه امریکایان او نور بهرنیان پکې وژل شوي دي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د هغوی مرګ ژوبله بېخي را کمه شوه. له بده مرغه د امریکا له خوا دا پیل شوې جګړه اوس افغانانو ته پاتې ده او افغانان په بېلابېلو نومونو یو بل وژني. امریکايي ځواکونه په خپلو اډو کې خوندي ناست دي، خو موږ ته یې خپله خاوره د ځمکې د مخ پر دوزخ بدله کړې ده. د دې ټولې جګړې، وژنو او وحشتونو پړه مخامخ د امریکا پر غاړه ده او امریکا باید په دې تړاو په نړیواله کچه وپوښتل شي.
موږ لا هم په هغه حد کې نه یو چې له امریکا سره په دې تړاو حساب وکړو، خو د اوس لپاره زموږ تر ګردو جدي مکلفیت دا دی چې دا جګړه او وحشت ودروو. د دې جګړې ګټه مخامخ امریکا ته ځي او ښکاره ده چې هېڅ افغان لوری هم د دې جګړې ګټونکی نه دی. تر ګردو مهمه اړتیا دا ده چې نور باید د افغانوژنې د دې لړۍ مخه ونیول شي. پکار ده چې موږ یو بل ته لاسونه ورکړو او نور پرېنږدو چې امریکایان او نور بهرنیان زموږ په وینو خپلو موخو ته ورسېږي. له همدې امله اړتیا ده چې د جګړې ښکېل لوري په خپل دریځ له سره کتنه وکړي. لومړی موږ باید د وینو او وحشت مخه ونیسو، له هغه وروسته د امریکايي ځواکونو حضور ختمول پکار دي. که افغانان یو بل ته لاسونه ورکړي او د جګړې د ختمولو لپاره هڅې وکړي، نو دا هم بیا اسانه ده چې په ګډه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره کار وکړو. له همدې امله لومړی ګام باید د جګړې درول وي چې په دې سره د امریکا د حضور او شومو هدفونو مخه نیول کېدای شي.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پاکستاني چارواکي: سعودي ته مو په اقتصادي دهلیز کې د شاملېدو بلنه ورکړې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وایي، سعودي عربستان ته یې ...