نظر او تحلیل

طالبان د سولې او جګړې له دواړو فرصتونو ګټه اخلي

سرلیکنه

اشرف غني چې په هره غونډه کې خبرې کوي، د امریکا لخوا په خوله کې ورکړل شوې. دا خبره بیا بیا تکراروي چې طالبان دې د سولې له فرصته ګټه واخلي او حکومت ته دې تسلیم شي.

د تسلیمېدا خبره په افغاني ټولنه کې ډېره ستغه ده. که یو څوک غواړي چې له مقابل لوري سره روغه وکړي، نورې د افغاني کلتور مطابق کلمې هم شته. خو دا د تسلیمېدا کلمه هغه څوک استعمالولای شي چې هغه په ټولنه کې له پوره باور او ملاتړه برخمن وي او د هېواد ټول ولس یې ملاتړې وي. نه د اشرف غني غوندې اشخاص، چې د هېواد د شپېته سلنې خاورې واک یې له لاسه ورکړی وي.

افغانان په ژوند کې هر ډول سختي او آن مرګ هم مني، خو تسلیمي نه مني. که یې منلای، داؤد خان به له کورنۍ سره ځان په کمونستانو او روسانو نه شهیداوه. بله دا چې یو انسان پخپله ځان نورو (امریکا) ته تسلیم کړی وي، هغه ته بیا بل څوک څنګه تسلیم شي؟

د مشرانو جرګي رئیس مسلمیار هم تېره ورځ د اشرف غني لخوا طالبانو ته د تسلیمېدا کلمه تکرار کړه. ویې ویل: د اشرف غني د سولې طرحه جامعه او هراړخیزه ده، طالبان باید له دې فرصته په ګټه پورته کولو سره د سولې له بهیر سره یوځای شي.

اشرف غني چې کومه خبره کوي، هغه ورته امریکایي باداران په غوږ کې مندرۍ کړې وي، لکه تره کي، امین، ببرک او نجیب ته به چې پوفانو مندرۍ کولې. له اشرف غني ورسته بیا همغه کلمې د مشرانو جرګه کې هم تکرارېږي، خو مسلمیار یوه د کار خبره کړې، هغه دا چې امریکا دې هم نور د افغانستان په اړه دوه مخی سیاست پرېږدي.

که اشرف غني او یا يې په ارګ او دواړو جرګو کې نصب کړل شوي یاران په حقیقت ځان پوه کړي، کېدای شي د مسلمیار په څېر به لږ څه حقیقت درک کړي. وبه وايي، دا خو امریکا ده چې په افغانستان کې یې د جګړې اور بل کړی او په یوه او بل نوم جګړې ته دوام ورکوي.

طالبان هم له جګړې او هم د سولې له فرصته ګټه اخلي؛ جګړه له یرغلګرو پوځونو سره د خپل ولس د ژغورلو لپاره او سوله په خپل هېواد کې د دایمي امن لپاره کوي. خو امریکا یوازې پر جګړه ټینګار کوي، ځکه خو ټرمپ په نوې سټراټیژۍ کي په افغانستان کې یواځې جګړې ته ځای ورکړی دی، د سولې په اړه یې د ستنې د سپم قدرې ځای هم نه دی پرې ایښی.

طالبان نه له جګړې او نه له سولې وروسته دي. جګړه په افغاني غیرت او مېړانه، سوله هم په اسلامی روایاتو او افغاني دود سره کوي. لکه څرنګه چې یې د امریکا او ناټو له یو لک پوځونو سره مقابله وکړه او له افغانستانه یې وتلو ته اړ کړل، دا ډول سولې ته هم ټټر وهي، چې خپل غریب او مظلوم ولس له ړندو شپنیو عملیاتو او هوايي تاړاکونو وژغوري.

امریکا په خوله د سولې نوم اخلي، خو د سولې لپاره نه، بلکې د خپلو ګټو لپاره تاواني جګړه پر مخ بیایي؛ یواځې طالبان دي چې هم جګړه او هم سوله کوي.

سرچینه: کابل ټکی کام

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.