سیافه ته به تر کله په جهالت کی ډوب یې!

لیکوال :شهاب لیوال

د اسلام په نامه دین پلورنکي سیاست وال دې نور د عامه اذهانو د تیر ایستلو زیار نه وباسي
درې لسیزې وشوې چې زمونږ هیواد داشغالګرو او خپلمنځي جګړو بوګنونکي پړاونه تیروي روسیه ماته شوه سور لښکر د نړۍله اقتداره پاتې او خپل دبیرته ټولیدو توان یې له لاسه ورکه مقابل لوړي نه ډیر افغانان هم شهیدان شول، کورنه یې ړنګ شول تر پینځه میلونه زیاد افغان وکړي هیواد پریښود ته اړ شول خو سره سره ددغو بدبختیو دنړۍ سوپر ځواګ روس یې هم وپرزوه ،
دروسانو مقابل جهاد کې دجهاد د ګرمو سنګرونو مجاهدین یا شهیدان یا زخمیان او یا هم معیوب شول
خو له دغه سترو قربانیو چا او څنګه ګټه پورته کړه ،مونږ او ټول هیوادوالاو ته جوته ده
د جهادي خوزښت مشرانو اکثر د مجاهدینو له وینو او قربانیو سره معامله وکړه، د افغانانو قرباني او شهامت یې په ډیر ناچیز قمیت خرڅ کړ دالجهاد پر ځای یی الچوکۍ او د ولس پر ځاۍ یې ډالر خپل کړل
له امریکی سره یې د غلامۍ تړون لاسلیک او د افغانانو ازاداۍ یه په ناچیزه قمیت وپلورلو
له دغه مکاره او دروغجونو جهادي مشرانو له ډلۍ یو هم استاد عبدالرب رسول سیاف یادولۍ شوو’
سیاف دجهاد په دوران کې ډیرې معاملې کړي خو له خپلمنځی شخړو او داخلی جنګونو وروسته کله چې داسلامي تحریک بنسټ کیښودل شو په کال 13 73 هجری لمریز کال ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له قندهار خپل ملګري سره غونډ او دقتل ،فحشا، غلا او چور د مخنوي لپاره یې ولایت پر ولایت تصفیوی عملیات شروع کړل په کال 1375هجری لمریز کال کې یې کابل فتح او پرته له پنجشره ټول هیواد کی یی د اسلام ټوغ ورپاوه
د طالبانو سپین لښکر دجهادي تیګدارانو دظلم او دتیري دزوال سبب شول
سیاف او نور ملګري یې هر خوا تیښتې ته اړ شول
کله چی طالبان د امریکا غوښتنو ته منفي ځواب ورکړ
سیاف او نورو ملګرو ته یې امریکی سره د اړیګې وخت مساعد شو
له CIAاستخباراتی کارمندانو سره په پنجشیر کې له لیدو کاتو وروسته امریکایانو ته دافغانستان په اشغال کې یې دهمکارۍ هو‌ډلاسلیک کړ
دسل زره امریکاي ډالرو اخیستو وروسته یې د امریکی د غلامۍ توق په غاړه کړ او له 2001 کال راپه دیخوا سیاف دامریکایانو ګټو خوندي کولو لپاره داسلام او جهاد له منبره په عام ولس دامریکایانو دهمکارۍ لپاره غږ پورته کوي
په طالبان سختې نیوکې کوي کله یې پاکستان منسوبوی کله هم پر طالبانود ترهګر او تروریست القاب کاروي دومره جهالت کې غرق ده چی له بلعب ابن باعورا نه یی هم تیرۍ کړۍ
دطالبانو تحریک ټوپکسالارانو دظلم لړۍ ختمه کړه ددوې ملک الطوایفي حکومتونه یې ړنګ کړه
مظلوم هیوادوال یې ددوي دظلم له پنجو وژغورل
سیاف او دده ملګري به ولې دسولې اړوند جدي غبرګون نه ښکاره کوي ولې به دامریکایانو د پاتې کیدو ټینګار نه کوي
سیاف او ملګرو یی له هیواد ،دین او ولس جفا کړې ددوي ګټي یواځې په اشغال کې خوندي دي

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ښه او بد!

عبدالله وردک / انګلستان – جون – ۲۰۱۸ ګرانو او محترمو وروڼو ...