د اندوینزیا غونډې د اشرف غني وړاندیز بربنډ کړ!

لیکوال: محمد ولید

د کابل پروسې په دویمه غونډه کې چې کابو د پنځه ویشتو هیوادونو استازو پکې ګډون کړی و، ترڅو چې د افغان غمیزې لپاره حل لاره پیداکړي، سوله تأمین شي او جګړې ته د پای ټکی کیږدي، که څه هم غونډه د سولې او جګړې د ټکاو په موخه جوړه شوې وه، مګر د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي په شمول د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو څرګندونې په جګړه باندې څرخیدلې.
ولسمشر اشرف غني بیا د سولې لپاره د تېر په خلاف بې سارې نرمي ښکاره کړه، طالبان یې د سولې مېز ته را وبلل، دوی ته په کابل کې د دفتر پرانیستل او کورنیو ته یې هستوګنځي او د پاسپورتونو وړاندېز هم وکړ، چې وسلوالو طالبانو تراوسه پورې د اشرف غني وړاندې ته رسمي ځواب نه دی ورکړئ.

بلخوا بیا په اندونیزیا د اسلامي نړۍ د علماؤ په نوم ترسره کېدونکې غونډه چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به ترسره شي، هغه څه په ګوته کوي چې د اشرف غني په وړاندیزونو باندې د بطلان کرښه را کاږي، د یادونې وړ ده چې نوموړې غونډې په اړه وسلوالو طالبانو هم غبرګون څرګند کړ، د اسلامي نړۍ علماؤ باندې یې غږ وکړ چې د امریکائي یرغل او ګډ حکومت د مشروعیت په خاطر باندې هلې ځلې ونه کړي، بلکې د افغان غمیزې لپاره باید ریښتونې هلې ځلې وشي، ځمکني حقائق او د افغانانو مشروع حقوق په نظر کې ونیول شي او بیا پریکړه وشي.

رښتیا هم چې د اندونیزیا غونډه د سولې په نوم ترسره کیږي مګر د پردې تر شا بیا جګړه باندې اصرار او امریکائي یرغل باندې سترګې پټول دي، د تیرو اولسو کلونو راپدیخوا افغانان د امریکا له لوري په افغانانو باندې تپل شوې جګړه کې سوځیږي، متأسفانه ملګري ملتونه او په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ خپل مسؤولیت نه درک کوي، بلکې هنوز د امریکائي یرغل لپاره مشروعیت په هڅه کې دي، د سولې پر وړاندې خنډونه ایجادوي او جګړې ته لاره هواروي.

لکه څنګه چې زمونږ هیواد باندې د امریکائي یرغل شپږ زره ورځې پوره شوې، مګر بیا هم امریکا تراوسه پورې د جګړې په ډګر کې ناکام ده، نو که چیرې دا جګړې د خبرو اترو له لارې پاي ونه مومي، نو که شل کاله نور هم دوام وکړي بیا به هم سولې ته غاړه ایښودل کیږی، ځکه چې جګړه هیڅکله ګټل او بایلل نه لري، یوازې او یوازې مظلوم افغانان پکې قرباني کیږي، نو ښه به دا وي چې اندونیزیا کې د علماؤ په نوم غونډه د افغان غمیزې لپاره ریښتنې هلې ځلې وکړي، د بهرنیو ځواکونو وتل چې د سولې په لار کې اساسي خنډونه دي باید ژر له منځه یوړل شي، ترڅو چې په ټول هیواد کې تلپاتې سوله، اسلامي او افغان شموله نظام پلي شي.

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پاکستاني چارواکي: سعودي ته مو په اقتصادي دهلیز کې د شاملېدو بلنه ورکړې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وایي، سعودي عربستان ته یې ...