د عمرې کولو طریقه!

ليکوال : مولوي محمد عمر خطابي

کتاب : د حج ښه ملګری

عمره

عمره سنت ده البته د پنځو ورځو څخه پرته نور په ټول کال کي د شپې او د ورځي هره میاشت او هره ورځ عمره ادا کېدلاى سي .

د عرفات په ورځ، د لوی اختر په لومړۍ ، دوهمه ، دریمه او څلورمه ورځ عمره نه اداء کیږي دا ځکه چي په دې پنځو ورځو کي د عمرې اداء کول کراهیت لري

په عمره کي څلور شیان کیږي لومړی احرام تړل ، دوهم پر کعبه شریفه باندي طواف کول ، دریم د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ کول ، څلورم نارینه سر خريي یا يې ورېښتان کوچني کوي او ښځي فقط د سر ورېښتان د ګوتي د سر په اندازه کوچني کوي .

د عمرې احرام

څوک چي عمره اداء کوي نوتر هر څه وړاندي به په خپل کور او وطن یا په میقات ځای کي احرام تړي ، د مېقات بيان به وروسته درته کیږي .

احرام نیت او تلبیې ته وایي خو د احرام څخه مخته په کار ده چي بدن پاک او ستره کړي غسل یا اودس تازه کړي ، نارینه د احرام جامې واغوندي یعني لونګ ووهي او پټو پر اوږو واچوي اوکه د نفلي لمانځه د اداء کولو وخت وو نودوه رکعتونه نفلي لمونځ په پټ سر اداء کړي .

د لمانځه وروسته به دعاګاني وکړي څو الله( دا عمره ورته اسانه او ځني قبوله يې کړي ، د دعا څخه وروسته به په زړه کي د عمرې د اداء کولو نیت وکړي دا د زړه نیت فرض دی او په خوله به هم خپل نیت داسي بیان کړي : اې الله ! ما د عمرې اراده کړې ده ته يې راته اسانه او را څخه قبوله کړه ، د نیت وروسته دي تلبیه نارینه په لوړ آواز او ښځي دې په ټيټ آواز ووایي :

لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ

عمره کونکي ته په عربي مُعتمِر وايي ، د عمرې په نیت او د تلبیې په ویلو مُعتمِر محرم ګرځي ، لکه څه ډول چي د لمانځه بندیزونه د لمانځه د نیت او د نیت وروسته د تحریمې په تکبېر یعني د الله اکبر د ویلو وروسته لګول کیږي همدا ډول د احرام بندیزونه هم د حج یا عمرې د نیت او تلبیې ویلو وروسته لګول کیږي .

د عمرې د نیت او تلبیې وروسته عمره کونکی نوکان او ورېښتان نه سي کوچني کولای ، عطر پرځان نه سي وهلای ، مېړه او ماینه خپل منځي جنسي اړیکي نه سي پوره کولای او نه یو و بل ته په شهوت او خوند لاس ور وړلای سي او نه يې مچولای سي ، نارینه ټوپۍ او لنګوټه نه سي پر سر کولای او نه بوټونه ، پرتوګ او قمیص اغوستلای سي بلکي لوڅ سر به وي ، ساده ټوکران به د قمیص او پرتاګه پر ځای پر ځان راپیچي او داسي څپلۍ به په پښو کړي چي بجلکي ورپټي نه کړي، ښځي په احرام کي خپلي عادي جامي اغوستلای سي خو د ښځي د احرام بندیز په مخ کي دی ، ښځه به په احرام کي مخ نه پټوي البته ځواناني ښځي د مخ څخه لیري ټوکر ځوړند کولای سي تر څو د پردیو نظر پر و نه لګیږي .

ښځي د حیض او نفاس په ناروغیو کي هم احرام تړلای سي خو چي مکې مکرمې ته ورسیږي تر هغه مهاله د عمرې طواف نه سي کولای او نه مسجد حرام ته ور ننوتلای سي تر څو چي ناروغي يې ختمه سوې نه وي . د حیض او نفاس څخه چی پاکه سي غسل وکړي بیا طواف او سعي کولای سي .

د عمرې طواف

عمره کونکی چي مکې مکرمې ته ورسیږي ،مسجد حرام ته به ولاړ سي څه مهال چي پر کعبه شریفه یې نظر ولګیږي الله اکبر او لا اله الا الله به ووایي او بیا به طواف د حجر اسود څخه پیل کړي ، دا طواف فرض دی ، عمره کونکی څونه چي وکولای سي تلبیه دي وایي خو د طواف د پیل کولو سره تلبیه ختمېږي نور نو عمره کونکی تلبیه نه وايي، د عمرې طواف او بل هر طواف د حجر اسود څخه پیلیږي . د طواف شروع کولو په نیت دي حجر اسود مچ کړي که حجر اسود ته د ګڼي ګوڼي لکبله نه سوای ور نژدې کېدلای نو د حجر اسود پر برابر مځکنى کرښي دي مخامخ حجر اسود ته ودرېږي د بسم الله و الله اکبر د ویلو سره سم دي لاسونه پورته کړي ، بیا دې دا ډول کښته کړي لکه پر حجر اسود چي يې ایږدي ، بیا دې د ورغوي لخواخپلي ګوتي مچ کړي اوپر کعبه دي طواف پیل کړي .

د یادوني وړ ده چي د طواف نیت په خوله نه ویل کیږي بلکي حجر اسود ته چي دی د طواف په اراده ورځي همدا يې د طواف نیت دی ، حجر اسود مچول یا د لیري څخه لاس یا لکړه ورغځول یا لاسونه ورته پورته کول استلام بلل کیږي د استلام څخه وروسته طواف پیلیږي ، اووه ځلي به پر کعبه شریفه را ګرځي .

پر بيت الله هر ځل راګرځېدلو ته په عربي شوط ویل کیږي اووه شوطونه یو طواف کیږي ، هر شوط د لومړي شوط په شان په استلام پیلیږي .

اوږه لوڅول

نارینه به د طواف د شروع کولو څخه مخته ښۍ اوږه لوڅه کړي یعني د پټو په یوه سر دي چپه اوږه پټه کړي او د پټو دا بل سر دي تر راسته اوږې لاندي په اړخ کي را تاو کړي او پر چپه اوږه دې واړوي ، په طواف کي د ښۍ اوږې لوڅولو ته په عربي کي اضطباع وایي او اضطباع یعني د اوږې لوڅول یوازی په هغه طواف کي کیږي چي وروسته يې د صفا او مرواتر منځ تګ کیږي او هم یې د احرام جامې په تن وي .

د پهلوانۍ منډه

نارینه عمره کونکي به د طواف په اولو درو شوطونو کي د پهلوانی منډه وهي یعني اوږې به ښوروي اوچت اوچت لنډ لنډ ګامونه به اخلي لکه څه ډول چي د سپورټ لپاره خلګ ځغلي . دا د پهلوانۍ وځغاستي ته په عربي کي رَمل ویل کیږي ، رَمل هم یوازي په هغه طواف کی کیږي چي تر هغه وروسته صفا او مروا کیږي لکه د عمرې طواف .

د طواف لمونځ

د هر طواف وروسته دوه رکعته لمونځ واجب دی ، عمره کونکی چي طواف وکړي نو وروسته به يې دوه رکعته د طواف لمونځ کوي ، د طواف د لمانځه د پاره تر ټولو غوره ځای مقام ابراهیم دی ، یعنی د مقام ابراهیم شاته دي دا ډول ځای ودرېږي چي مقام ابراهیم دده او د کعبې شریفي تر منځ راسي ځکه په لمانځه کي به مخامخ وکعبې شریفي ته درېږي که څوک و مقام ابراهیم ته دا ډول ودرېږي چي مخ يې د کعبې څخه چپ وي نو د هغه لمونځ نه صحیح کیږي ،که ګڼه ګوڼه زیاته وه او د مقام ابراهیم شاه وخواته هم طواف کونکي رسېدل نو بیا به د طواف کونکو مخ نه بندوي ،ځکه د طواف لمونځ په مسجد حرام کي هر ځای کولای سي آن تر دې چي د مسجد څخه دباندي يې لا هم هر ځای کولای سي .

که څوک د طواف څخه د مازیګر ترلمانځه وروسته فارغ سي یا د سهار د لمانځه په مهال کي فارغ سي نو بیا به د طواف لمونځ ځنډوي په داسي وخت کي به د طواف لمونځ کوي چي په هغه وخت کي نفلي لمونځونه کېدلای سي . تر طواف وروسته دي د زمزم په اوبو ځان ښه اوبه کړي .

سعي

د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ ته سعي ویل کیږي ، په حج او عمره کي یو ځل سعي کول واجب ده ، لکه څه ډول چي اوه ځلي پر کعبې شریفي راګرځېدل یو طواف بلل کیږي دا ډول اوه ځلي د صفا او مروا تر منځ تګ کول یوه سعي شمېرل کیږي ، د صفا څخه تر مروا تګ یو شوط شمېرل کیږي د مروا څخه بېرته و صفا ته تګ دوهم شوط شمېرل کیږي دوهم ځل چي بیا همدا ډول د صفا او مروا تر منځ تګ او راتګ وکړي څلور شوطه ځني جوړیږي دریم ځل چي بیا همدا تګ او راتګ وکړي شپږ شوطه ځني جوړیږي او بیا چی د صفا څخه تر مروا پوري ولاړ سي اوه شوطه پوره کیږي.

سعي د صفا څخه پیل کیږي پر مروا پای ته رسیږي . عمره کونکی د طواف د لمانځه څخه وروسته د سعي د پیل کولو لپاره د حجر اسود استلام کوي بیا و صفا ته پورته کیږي د صفا د غونډۍ څخه سعي شروع کوي .

صفا ته چي لږ پورته سي مخ د کعبې وخوا ته درېږي د تکبېر او دعاګانو څخه وروسته د مروا په لور په عادي تګ روانیږي ، د صفا او مروا تر منځ البته د صفا خوا ته نژدې پخوا شېله وه دا شېله اوس نشته خو د شېلې ساحه په شین رنګو میلانو نښاني سوې ده ، سعي کونکی چي څه وخت شنه میل ته ورسیږي نو بیا تر هغه بل شنه میله پوري په چټکتیا یعني نیمه ځغاسته وځي ، د شېلې تر ساحې چي ووځي بېرته به عادی تګ کوي څو مروا ته ورسیږي ، ښځي د شنو میلانو تر منځ هم په عادي تګ ځي .

مروا ته چي پورته سي مخ د کعبې په لور درېږي تکبېر وایي او څوني چي وکولای سي په پورته لاسونو دعاګاني کوي .

او بیا د مروا څخه په عادي تګ بېرته د صفا په لور رهي کیږي ، و شنه میل ته چي راورسیږي بیا تر هغه بل شنه میله پوري چي دشېلې برخه ده په نیمه ځغاسته ځي د شېلې د ساحې څخه چي ووځي بېرته عادي تګ کوي څو صفا ته پورته کیږي په دې سره د سعي دوه شوطه پوره کیږي .

په سعي کي هر ځل چي صفا او مروا ته پورته کیږي، مخ به پر کعبې شریفي درېږي تکبېرونه به وایي او په پورته لاسونوسره دعاګاني کیږي .

د سعي اوم شوط پر مروا پوره کیږي ، عمره کونکی چي د سعي څخه فارغ سي عمره يې بشپړ ېږي خو یو شى لا بل هم پر پاته دی چي د هغه په کولو د احرام ټول لګول سوي بندیزونه ځني پورته کیږي هغه د سر خریل یا کوچني کول دي ، ښځي سرونه نسي خریلای البته د احرام څخه د حِلالېدلو د پاره دا ضروري ده چي د ګوتي د بند په اندازه به د ټول سر څخه ورېښتان غچي کوي او یا لږ تر لږه د سر د څلورمي برخي څخه د ګوتي د سر په اندازه ورېښتان غچي کړي ، د یادوني وړ ده که ښځه فقط د کوڅۍ د سر څخه ورېښتان غچي کړي په دې سره دا د احرام څخه نه وځي ځکه د کوڅۍ د څوکي ورېښتان د سر تر څلورمي برخي ډېر کم دي .

د سر خریلو ته په عربي حلق او کوچني کولو ته يې قصر ویل کیږي تر حلق یا قصر وروسته عمره کونکی ټول هغه څه کولای سي کوم چي د احرام لکبله ځني منع سوی وو .

 

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ښه او بد!

عبدالله وردک / انګلستان – جون – ۲۰۱۸ ګرانو او محترمو وروڼو ...