جاپان له افغانستان سره د ۱،۲۷ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د ماین پاکولو او د وترنری کارکوونکو د روزنې په برخ کې جاپان له افغانستان سره د ۱،۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مرستې ژمنه وکړه.
ټاکل شوې چې د ماین پاکولو پروګرامونه په شمال پروان او پنجشیر ولایتونو کې او د وترنری روزنیز پروګرام په سویل ختېځ پکتیا ولایت کې پلي شي.
په کابل کې د جاپان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ۱،۲۷۱،۶۴۶ میلیون ډالرو نوی مرستې لپاره تړونونه پرون د جاپان سفارت شارژ دافیر ښاغلي کیچي هارا او د افغان تخنیکی مشاورینو اداری رئیس ښاغلي کفایت الله ابلاغ، دافغانستان دماین پاکولو او بیا ودانولوموسسې رئیس ښاغلي فضل کریم فضل، او د افغانستان د وترنرانو د اتحادیې رئیس ډاکټر سید ګل صافي ترمنځ لاسلیک شول.
خبرپانه زیاتوي، د ماین پاکولو دوه پروژې به د پروان او پنجشیر ولایتونو کې د وړیا مرستو پروګرام یا (GAGP) لاندې پلي شي او د دغو پروژو په پلي کېدو سره  به ۱،۵۲۶،۳۸۲ متر مربع ځمکه له ماینونو پاکه او کابو ۵۰۰۰ کورنیو ته یې ورسوي.
د جاپان سفارت په وینا، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د افغانستان د وترنرانو اتحادیې روزنې مرکز هم د جاپان د وړیا مرستو پروګرام په ملاتړ جوړیږي. دا وړیا مرسته به د دې روزنیز مرکز د جوړولو لپاره وکارول شي چې د خوست، پکتیکا، او پکتیا ولایتونو کې د وترنري ساحوي واحدونو کې د ساحوي وترنرانو او پاراویټانو مسکلي ظرفیت لوړولو کې مسته وکړي ترڅو د خوندي او کیفیت لرونکي حیواني محصولاتو د برابرولو له لارې د څاریو غوره روغتیا او په پای کې عامه روغتیا یقیني کړي.
سرچینه: خامه پریس

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ننګرهار: امریکایانو یوځل بیا “نهه“ تنه د کلي خلک وژلي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۰) امریکایي ځواکونو ...