افغانستان

تېښتول سوي کسان به ډېر ژر راخوشي سي.

کندهار ورځپانه(۲۲ حوت ۱۳۹۶)د غزني د قره باغ ولسوالۍ د شخړې د حل په موخه تللی پلاوى وايي، ډېر ژر به د شېراباد سيمې تېښتول سوي کسان خوشي سي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېرآباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ، چي پرمهال یې د يوه ماشوم په ګډون دوه کسان ووژل، دوې ښځې یې ټپيانې او دوه تنه نور يې له ځان سره بوتلل.
د همدې پېښې په غبرګون کي د غزني زرګونو اوسېدونکو مظاهري وکړي چې له امله یې د شپږو ورځو لپاره د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړل.
دغه مظاهرچیانو د څو ورځو مظاهرې وروسته يوازې د مسافر وړونکو موټرانو پر مخ بېرته خلاصه خو لا هم لویو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د زابل والي خیال محمد حسیني په مشرۍ یو پلاوى تېره ورځ یاد ولایت ته استول سوى او نن له اعتراض کوونکو سره دې پایلې ته رسېدلي چې یاد لاریون به پای ته ورسوي.

مظاهرچیان وایي لاره به په هغه صورت کې خلاصه کړي چې عدالت په پوره ډول تامین سي.
پلاوي له اعتراض کوونکو سره ژمنه کړې چې ټولو غوښتنو ته به یې رسېدګي کېږي او ژر تر ژره به تېښتول سوي کسان را خوشي او حق به حقدار ته وسپارل سي.
خو د غزني ولایت د ځینو فعالانو په وینا هلته ځینې کړۍ غواړي له اعتراض څخه سیاسي ګټه پورته کړي او یاده ستونزه نوره هم سره وپېچې.


سرچینه: کندهار ورځپاڼه

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.