د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل

ولسمشر محمد اشرف غني نن په پلازمېنه کابل کې د امریکا د متحده ایالتونو له دفاع وزیر جیمز مټیس سره وکتل.
د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په وینا، دواړو غاړو په افغانستان او سیمه کې تروریزم سره د مبارزې، نشه يي توکو سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هغو د تولید او پروسس مرکزونو د ویجاړولو او همدارنګه د ټاکنو د امنیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
ارګ ماڼی د ولسمشر غني په حواله لیکلي، چې د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکامتحدوایالتونوسټراټيژۍ فضا بدله کړې او د دې زمینه یې مساعده کړې ده چې د سولې پر پروسې تمرکز زیات شي. په همدې خاطر موږ د کابل پروسې کنفرانس کې طالبانو ته د سولې او پاکستان سره دولت په دولت د مذاکراتو هر اړخیز وړاندیز وکړ.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په عملي او هر اړخیز پلان کار کوي. هغه ټینګار وکړ چې د کډوالو راستنېدل او بیا مېشتېدنه په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.
هغه وویل، لکه څنګه چې حکومت د سولې پروسې بریالیتوب ته ژمن دی، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وطن او خلکو څخه د دفاع په خاطر خپله مبارزه جاري ساتي.
ورپسې د امریکا متحدوایالتونو دفاع وزیر جیمز متیس د جمهوررئیس غني او د ملي وحدت  حکومت له نورو لوړ پوړو مقاماتو سره د کتنو د برابر شوي فرصت په خاطر مننه وکړه او یو ځل بیا یې تروریزم سره په مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او زړورتیا وستایله او د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو او همدارنګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، د کابل پروسې په کنفرانس کې د افغانستان  حکومت د سولې وړاندیز نه یوازې زموږ د ملاتړ وړ دی، بلکې ټوله دنیا یې ملاتړ کوي چې عملي او په افغانستان کې د پایدارې سولې لامل شي.
جیمز متیس یو ځل بیا له افغانستان څخه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.
سرچینه: خامه پریس

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پخواني طالب چارواکي او شنونکي: وروستي درې ورځني اوربند تر حکومت طالبانو ته ډېره ګټه وکړه

(ویسا ورځپاڼه): د اختر په ورځو کې د طالبانو اوربند د دوی ...