کابل ته دجمیز ناڅاپي سفر

د ارګ پر فیسبوک پاڼه لیکل سوي چې، ولسمشر غني نن ماسپښین د امریکا د متحدوایالتونو له دفاع وزیر جیمز مټیس سره په ارګ کې کتلي دي.
د ارګ فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې دواړو لوریو له طالبانو سره د سولې پروسې، پاکستان سره دولت په دولت مذاکراتو، په افغانستان او سیمه کې له تروریزم سره پر مبارزې، نشه‌ يي توکو سره پر مبارزې او د ټاکنو د امنیت د تامین په اړه خبرې کړې دي. وړاندې تر دې جیمز مټیس په باګرام کې خپلو پوځیانو ته په وینا کې ویلي وو، چې ځینې طالبان د سولې خبرو ته لیوالتیا لري او دوی د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې په دې هېواد کې د سولې راوستو لپاره پورته کېږي.
نوموړي ویلي افغانان نور له جګړو ستړي دي او طالبان هم باید نور د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې دوې اوونۍ وړاندې ولسمشر غني د کابل پروسې په ناسته کې طالبانو ته پراخ وړاندیزونه وکړل خو طالبانو تر اوسه ورته غوڅ او رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دامریکا دفاع وزیر نن کابل ته په یوه ناڅاپي سفر تللی.


سرچینه: کندهار ورځپاڼه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ننګرهار: امریکایانو یوځل بیا “نهه“ تنه د کلي خلک وژلي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۰) امریکایي ځواکونو ...