ټرمپ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له دندې ګوښه او پرځای یې د سي آی اې رئیس وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په یو تازه اقدام کې د دې هیواد دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له دندې ګوښه کړی.
ټرمپ ویلي چې د ټیلرسن پر ځای یې د سي ای اې رئیس مایک پامپیو پرځای ټاکلی.
د ټرمپ او ټیلرسن تر منځ د افغانستان او فلسطین پرسر یو لړ جنجالونه و چې بالاخره نن له دندې وشړل شو.
ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې؛ د سي ای اې نوی رئیس میرمن “جینا هاسپل” ټاکلې چې دا به لومړنۍ ښځینه کارکونکې وي چې په دې پوسټ ګمارل کیږي.
د یادونې وړ ده چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ تر راتګ وروسته تر ۳۰ ډیر کارکونکو یا استعفا ورکړې او یا هم د دندې پریښودلو ته اړ شوي


سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ننګرهار: امریکایانو یوځل بیا “نهه“ تنه د کلي خلک وژلي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۰) امریکایي ځواکونو ...