طالبانو په پکتیا کې خلک تعلیم او دنیالګیو کینولو ته هڅولي

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو او زراعت کمیسیونونو ترمنځ د همکارۍ یو سند لاسلیک شوی، چې له مخې به یې ددغه ولایت ګڼو ولسوالیو کې د نیالګیو کینولو او تعلیم ته د هڅونې ګډ پروګرامونه پلي کیږي.

په دغه لړ کې تیره ورځ د دې ولایت سیدکرم ولسوالۍ د کوهسین سیمې په کلګرو کلي کې د سراج الاسلام په دیني مدرسه کې یوه پراخه غونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د ښوونځیو او لیسو د ښوونکو او مدیرانو، زده کونکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو ترڅنګ د طالبانو د نظامي او ملکي کمیسیونو استازو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې په جریان کې د طالبانو د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو له خلکو وغوښتل چې د نوي تعلیمي کال په پيل کېدو سره دې خپل ماشومان په ښوونځیو او دیني مدارسو کې شامل کړي، ترڅو ددین او دنیا سعادت حاصل کړي او د خپلو بچیانو راتلونکی روښانه کړي.

دغه راز د غونډې په پای کې په راغلو خلکو د طالبانو لخوا نیالګي وویشل شول، ترڅو یې په خپلو کورونو او کروندو کې په پوره اسلامي او ملي جذبې سره کینوي او خپل دیني او ملي مسئولیت اداء کړي.

غونډې ته راغلو خلکو د طالبانو له دغه کار څخه خوښي ښکاره کړه او ژمنه یې وکړه چې په خپلو سیمو کې به کې نیالګي کینوي او هم به خپل ماشومان په ښوونځیو او مدارسو کې داخلوي.

باید وویل شي چې د پسرلي موسم په رارسېدو سره وسله والو طالبانو د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د نیالګیو کینولو او تعلیم ته د خلکو د تشویق په موخه پراخې غونډې او پروګرامونه پیل کړي دي، چې دغه لړۍ لاهم روانه ده.


سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پخواني طالب چارواکي او شنونکي: وروستي درې ورځني اوربند تر حکومت طالبانو ته ډېره ګټه وکړه

(ویسا ورځپاڼه): د اختر په ورځو کې د طالبانو اوربند د دوی ...