افغانستان

نیمروز کې ۳۵ د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي

د نیمروز ولایت په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې وسله وال طالبان واېي، د ډله ییزو بریدونو پرمهال یې ۳۵ تنه د ملي اردو سرتیري وژلي او د هغوی وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، ملګرو یې وړمه شپه ناوخته د دلارام ولسوالۍ په حاجي وزیر سیمه کې د ملي پوځ پر یوې پوستې برید کې ۲۵ تنه د ملي اردو سرتیري وژلي او د هغوی ۲ شوبلې یې سوځولي هم دي.

نوموړی زیاتوي، دغه راز یې وړمه شپه د خاشرود ولسوالۍ په پشت حسن سیمه کې د یوه برید پرمهال ۱۰ تنه د ملي اردو سرتیري وژلي او د هغوی ۱۱ میله وسلې او ګڼ شمېر مهمات یې هم له ځانونو سره وړي دي.

په نیمروز کې د ملي اردو څلورمې لوا مطبوعاتي دفتر په خاشرود او دلارام ولسوالیو کې د جګړو پخلی کړی؛ خو د تلفاتو په هکله د دقیقو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي.


سرچینه: محصلین

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.