افغانستان

غني: د سولې راتګ حتمي او نږدې شوی

جمهور ريیس محمداشرف غني وايي، اوس د تېر پرتله په افغانستان کې د سولې راتګ حتمي او نژدې شوی دی.

د نوموړي په خبره، تجربو ښودلې ده، په هر هغه هېواد کې چې جګړه وي او د سولې راتګ رانژدې شي، نو جګړه زور اخلي، د نوموړي په خبره ځکه دی له افغان ولسه د زغم غوښتنه کوي.

جمهور رييس محمد اشرف غني یو ځل بیا په ټینګار سره وويل، موقت حکومت ورته د منلو وړ نه دی.

نوموړي پر خپلو سیاسي سیالانو غږ وکړ چې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې ورسره سیالي وکړي.

نوموړي د سولې خبرې خپل نوښت وباله.

جمهور ريیس غني په داسې حال کې د سولې د ژر راتګ خبره کوي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د قطر په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په اړه د تړلو دروازو تر شا تودې او اوږدې خبرې روانې دي، چې تر اوسه یې لږ جزیات له رسنیو سره شریک شوي دي.

پرون د امريکا د بهر نيو چارو وزير مايک پومپيو وویل ښايي په نژدې راتلونکي کې دی هم قطر ته سفر وکړي ځکه خبرې په مهم پړاو کې دي او د ده حضور هلته حتمي دی.

%d bloggers like this: