افغانستان

حامدکرزی: هیله لري چې ډېر ژر د طالبانو او حکومت ترمنځ مذاکرات پیل شي

د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي د سولې له روانو خبرو ملاتړ کړی او هیله یي ښودلې چې ژر تر ژر د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هم مخامخ خبرې پیل شي.

نوموړي په افغانستان کې پر تلپاتې سولې ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده، هیله لري چې څو د افغان مذاکراتو په چوکاټ کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

ښاغلي کرزي ویلي، چې د سولې په تړاو د امریکا له وروستیو هلوځلو ملاتړ کوي، خو هیله لري، چې د سولې په تړاو له رامنځ ته شوي فرصت نه سمه استفاده وشي.

حامد کرزی په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو راتلونکې ناستې ته هیله ښيي او وايي، چې دغه مذاکرات به د تلپاتې سولې د ټینګښت سبب شي.

باید وویل شي لاهم طالبان نه دی اماده شوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

امریکایي استازي هم هرځل له طالبانو غوښتنه کوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته راشي خو طالبان وایي چې لومړی له امریکایانو سره ستونزې ختموي بیابه له افغان حکومت سره پر خبرو غور کوي.

%d bloggers like this: