لوبې

د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې ولې چټک توپ اچونکي له پامه غورځول کیږي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ سیالۍ نن د جمعې په ورځ د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجې د هند په دهرادون «راجیو ګاندي» لوبغالي کې پېل کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ درې سیالۍ ترسره شوي چې لومړۍ افغانستان، دویمه د ورښت له کبله بې پایلې او دریمه سیالۍ د ایرلینډ په ګټه تمامه شوه.

افغانستان لوبډلې په ۲۰۱۸م کال کې په چټک توپ اچونکو کې ستونزه درلودله، چې له افتاب عالم پرته هیڅ لوبغاړی فیټ نه و او ټول د بېلا بېلو ټپونو له کبله کړیدل.

خو د ایرلینډ پر وړاندې سیالۍ لپاره ۲۱ کسیزه لوبډله کې پنځه چټک توپ اچونکي هر یو (دولت ځدران، شاپور ځدران، افتاب عالم، فرید احمد او سید شیرزاد) اخیستل شوي دي، خو تر دې دمه په لوبه کې دویم چټک توپ اچونکي ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د ایرلینډ پر وړاندې په دریمه سیالۍ کې د ماتې یو ستر لامل د چټک توپ اچونکي نه شتون و، چې هغه لس اورونه سمیع الله شینواري وکړل او تر ۶۰ منډې یې ورکړې، شینواری لوبډله کې د توپ اچونکي نه بلکې د توپوهونکي په حیث شاملیږي، دغې ستونزې د ایرلینډ لوبډلې څخه فشار ختم کړ او په هدف پوره کولو کې بریالي شول.

اوسمهال تر ټولو اړینه ده چې افغانستان لوبډله دوه چټک توپ اچونکي هرو مرو لوبډله کې وکاروي، د ایرلینډ سیالیو څخه وروسته افغانستان لوبډلې ته د نړیوال جام چیلنج مخ ته پروت دی.

نړیوال جام په انګلستان کې ترسره کیږي، او د انګلستان لوبغالي د چټک توپ اچونکو لپاره مناسب دي، که افغانستان لوبډله یاده تشه ډکه نه کړي او په لوبه کې چټک توپ اچونکو ته فرصت ورنکړل شي له کمزورو لوبډلو څخه ماتې خوړلو کې به هیڅ شک پاتې نشي.

د کمزورو لوبډلو سره سیالۍ کې چټک توپ اچونکي چې د ساعت سرعت یې تر (۱۴۰) کیلومیتره وي- ته ځای ورکول پر مخالف لوبډله فشار زیاتوي، ددې لپاره شاپور ځدران او دولت ځدران غوره انتخاب دی.

د نن لپاره د افغانستان لوبډله باید داسې وي:

شهزاد، حضرت ځاځی، نور علي ځدران، رحمت شاه، اصغر افغان، نجیب ځدران، محمد نبي، راشد خان، دولت ځدران، شاپور ځدران او مجیب ځدران.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې ولې چټک توپ اچونکي له پامه غورځول کیږي؟

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: