افغانستان

په دوحه كې د طالب او امريكايي استازو خبرې دوام لري

د قطر په پايتخت دوحه كې د وسله والو طالبانو او امريكا د استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرې له تېرو شاوخوا ۱۰ ورځو راهيسې دوام لري.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، د افغانستان د شخړې پر بهرني اړخ د طالب او امريكايي استازو خبرې روانې دي او پر كورني اړخ يې تراوسه بحث نه دى شوى.

نوموړي زياته كړې، په دې پړاو مذاكراتو كې د هغو دوو موضوع ګانو پر تفصيل او جزياتو خبرې کېږي، پر کومو چې د تېرې جنوري مياشتې په مذاکراتي غونډو کې هوكړه شوې وه.

مجاهد دا موضوع ګانې له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو وتل او د چا په زيان د افغان خاورې نه كارول ياد كړي دي.

د ده په وينا، پر نورو موضوع ګانو، چې داخلي اړخ لري او په امريکا پورې اړوندې نه دي، بحث نه دى شوى.

د يادونې وړ ده، چې د وسله والو طالبانو او امريكا د استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرې تر نورو هغو ډېرې اوږدې شوې او هيله مندي ورته زياته ده.

%d bloggers like this: