افغانستان

د سولې په بهير كې د ځوانانو پر ونډې ټينګار وشو

په داسې حال كې، چې په هېواد كې د سولې خبرې تر بل هر وخت تودې شوې، ځوانان ګيله كوي، چې په دې پروسه كې له پامه غورځول شوي دي.

د افغانستان د ځوانانو د ستر ملي ايتلاف رئيس كمال چونډنوال د جمعې په ورځ د دغه ايتلاف د موجوديت د اعلان په مهال وويل، كه څه هم د افغانستان په روانه جګړه كې د دواړو لورو اصلي قربانيان ځوانان دي او د هېواد د نفوس له نيمايي ډېره برخه هم دوى جوړوي، خو د سولې په پروسه كې ورسره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې.

هغه پر ځوانانو غږ وكړ، چې نور بايد پټه خوله پاتې نه شي او نه دې پرېږدي، چې څوك ترې د سون توكو په توګه د خپلو هدفونو لپاره ګټه پورته كړي.

خو د سولې عالي شورا وايي، د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره يې د سولې په تړاو مشورې كړې او دا مشورې به په هېواد كې د سولې تر راتګه جاري وساتي.

د دغې شورا مرستيال وياند اسدالله باركزي كليد ته وويل، دوى له ټولو ځوانانو په ځانګړې توګه د افغانستان د ځوانانو له ستر ملي ايتلاف سره په اړيكه كې دي او د هغوى وړانديزونه يې هم ترلاسه كړي دي.

د افغانستان د ځوانانو د ستر ملي ايتلاف رئيس كمال چونډنوال همدارنګه وويل، په هېواد كې اوس ځينې كسان او كړۍ د خپلو هدفونو لپاره قومي، سمتي او ژبنيو مسايلو ته ډېره لمن وهي، خو خبردارى وركوي، چې ځوانان به يې په جدي توګه مخه ونيسي.

په همدې حال كې د ياد ايتلاف غړې سيما نادري وايي، هغه وخت تېر شوى، چې ځوانان به د نامعلومې راتلونكې لپاره له مسايلو لرې ساتل كېدل، خو اوس بايد ځوانان د خپل ځان او هېواد په تړاو په تصميم نيولو كې مهمه ونډه ولري.

ځوانان په داسې حال كې د سولې په پروسه كې د ونډې نه وركولو په اړه اندېښنې څرګندوي، چې له كابو دوه اونيو راهيسې په قطر كې د طالبانو او امريكا د استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي او له دې خبرو سره هممهاله په هېواد كې سولې ته هيلې هم ډېرې شوې دي.

%d bloggers like this: