نظر او تحلیل

د طالبانو او امریکا خبرې ولي اوږدې شوې؟؟!‏

نظر محمد مطمئن

دوحه کې مذاکرات به نتیجه ورکوي ان شاء الله، یولسمه ورځ ده چې مذاکرات جریان لري، تمه ده چې نتیجه به یې ښه ‏وي.‏

داچې د ځینو نړیوالو رسنیو خبریالانو د خبرو له پېل وروسته سمدستي په لومړیو دریو ورځو کې قطر ته ځانونه ورسول، ‏ځینو ګمارل شوو خبریالانو هڅه کوله چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي به هم غیر منظم په خپل جال کې راګیر، او ‏دوی به وکولای شي چې د مذاکراتي ډلې د بېلابېلو غړو اړوند ضد او نقیض خبرونه ترتیب کړي. داچې طالبان ځان ‏خوښونکي نه دي، نو خبریالانو سره یې مرکې ونه کړي، او نه غواړي چې د مذاکراتو د ژورو بحثونو جزیات مخکې له ‏وخت څخه رسنیز شي، بل خوا امریکایان چې مذاکراتو کې خپل په ګټه لاسته راوړنې نه لري، او د بهرنیو پوځیانو د وتلو ‏خبره ده، هغوی هم له رسنیو سره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوی، له همدي امله ده چې ځینې خبریالان غواړي هغه ‏بړاس چې له دوی سره د بدن به دننه کې پاتې دی، نا هیلي دي چې له طالبانو څخه له وخت مخکې د مذاکراتو اړوند ‏څه واوري، نو بیا د خپل سوچ او خیال مطابق او یا هم د خپل بړاس ایستلو په خاطر داسي راپورونه ترتیب او داسي ‏څرګندونې خپروي چې د مذاکراتو اړوند خلکو ته انديښنې پيدا کړي.‏

زما د معلوماتو له مخې، دواړه ډلې (طالبان او امریکایان) په دوو مهمو مسایلو (د بهرنیو پوځیانو وتل، له افغانستان ‏څخه په راتلونکې کې امریکا او نورو هیوادو ته نه ګواښ) ډیر ژور بحثونه کوي، تر څو توافق داسي وشي چې بیا یې د ‏ماتېدو او یا پکې د خنډ پيداکیدو ستونزه په راتلونکې کې ونه لېدل شي، او څومره چې ژور بحث وشي، دا به د افغانانو ‏په ګټه وي.‏

له دي سره ځینې داسي مسایل دي، چې د بحثونو په جریان کې به پرې د دواړو لورو لخوا خبرې کیږي، یوه مسئله ‏پکې د افغانانو خپلمنځي تفاهم او ناستې دي، چې طالبان دا موضوع او د اوربند موضوع له امریکایانو سره مطرح کولو ‏کې ډیره لیوالتیا نه لري، ځکه دوی وایې چې لومړي د افغان – امریکا اوږدې جګړې بهرني بعد باندي له امریکا سره ‏خبري کوي، او د جګړې په کورني بعد باندي به له افغانانو سره ناستې او تفاهم کوي.‏

خو امریکا غواړي چې ډاډه شي چې طالبان به د امریکا پلوه افغانانو سره څه ډول تفاهم ته رسیږي، او ډیره هڅه کوي ‏که طالبان وهڅول شي چې اوربند ته مخکې د بهرنیو پوځیانو له وتلو غاړه کیږدي، کوم چې طالبان یې کورنی بعد ‏ګڼي.‏

تمه ده چې د مذاکراتو اړوند له منفي او انديښنه اچونکو راپورونو ځینې خبریالان او نور ډډه وکړي، موږ تمه لرو چې دا ‏مذاکرات به د افغان ولس په ګټه پای رسیږي.‏

د مذاکراتو هر ډول نتیجه به ځکه د افغان ولس په ګټه تمامیږي چې وخت او شرایطو ته په کتو، امریکا په افغانستان ‏کې خپله اوږده جګړه بایللي او افغان ولس په هر حال ګټونکی ښکاري.‏

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د طالبانو او امریکا خبرې ولي اوږدې شوې؟؟!‏

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: