لوبې

هندي لوبغاړو د کرېکټ لوبې پر مهال «فوځي خولۍ» په سر کړي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د استراليا او هند کریکټ لوبډلو ترمنځ په دريمه يو ورځنۍ سيالۍ کې هندي لوبغاړو د توپ اچونې پرمهال فوځي خولۍ په سر کړې وې.

يوه مياشت وړاندې د هند تر قبضې لاندې کشمير پلوامه کې پر هندي عسکرو حمله ترسره شوه چې په کې تر ۴۵ هندي عسکر ووژل شول، هند ددغې پېښې پړه پر جيش محمد ډلې ورواچوله او زياته يې کړه چې دغه ډله پاکستان کې روزل کيږي.

له هغې وروسته د پاکستان او هند ترمنځ په سرحدي پوله باندې پر يوه بل ډزې او د الوتکو ويشتل د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعيت نور هم ترينګلی کړ.

https://platform.twitter.com/widgets.js

د هند لوبډلې مشر ويرات کوهلي د پچې ويشتلو پرمهال د فوځي خولۍ په سر کولو په اړه پوښتنې ته ځواب کې وويل چې دوی دغه کار د پلوامه پېښه کې وژل شويو ته د قدر په پار ترسره کوي او هر لوبغاړی به د روانې لوبې خپل ټول فيس د وژل شويو کورنيو ته ورکوي.

د هند کرېکټ بورډ وايي چې دغه کار يې د کرېکټ نړيوالې شورا په خوښه او د هغوی سره په مشوره ترسره کړی، دوی وايي چې نړيوالې شورا يې په ځواب کې داسې وويل: «آی سي سي د هند کرېکټ بورډ غوښتنه مني، دا يو خيريه کار دی کومه جدي ستونزه نه لري».

د هند او استراليا لوبډلو ترمنځ دريمه سيالۍ دوام لري، هند لوبډلې د استراليا په ۳۱۴ منډو هدف کې تر دې دمه ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي او ۱۵۱ منډې يې جوړې کړي دي، ويرات کوهلي په ۷۴ او کيدر جادو په ۲۴ منډو توپوهنه کوي.

دا د کرېکټ په تاريخ کې لومړی وار دی چې يوه لوبډله دې فوځي خولۍ په سر کړي، له دې وړاندې د سرطان، ايډز او داسې نورو ناروغيو مخنيوي په خاطر لوبډلو د شرټونو رنګ بدل کړی دی.

https://platform.twitter.com/widgets.js

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: هندي لوبغاړو د کرېکټ لوبې پر مهال «فوځي خولۍ» په سر کړي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: