افغانستان

سياف:د سولې  خبرو سره دلته ځينو خپل روحيات بايللي / ویډیو

استاد سیاف

پخواني جهادي مشر او د دعوت ګوند رهبر استاد عبد رب الرسول سياف ويلي، چې قطر کې د سولې خبرې روانې دي او ځينو بيا دلته خپل روحيات بایللي دي.

نوموړی وايي، د سولې روانې خبرې د افغانانو او هېواد په ګټه دي او هېڅوک بايد ترې وېره ونه لري.

https://www.facebook.com/nunn.asia1/videos/355853551685834/

استاد سياف او يو شمېر نورو جهادي او سياسي مشرانو نن په کابل کې د مارشال قسيم فهيم د پنځم تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د سولې په اهميت، افاديت او اړتيا خبرې وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د سولې لپاره هر ډول قربانۍ چمتووالی ښودلی او زياته يې کړه، چې د داسې سولې ملاتړ کوي، چې د ملت او دولت عزت په کې خوندي وي او افغانستان ته تلپاتې امنيت او ثبات راولي.

دغه جهادي مشر ټينګار وکړ، چې افغانان له جګړو ستړي دي او اوسنی وخت يې د سولې لپاره زرين چانس وباله.

د استاد سياف سربېره د ګډ حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله، د سولې شورا عالي شورا مشر کريم خلیلي او يو شمېر نورو سياستوالو هم د مارشال فهيم په شخصيت، کړنو او سياستونو سربېره په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلي وويل، چې د افغانستان کړکېچ يوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او افغانان بايد خپلې ستونزې د خپلمنځي تفاهم له لارې حل و فصل کړي.

نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر خلک د خپلې څوکۍ د بقا په موخه د سولې له روانو خبرو سره مخالفت کوي او پر وړاندې يې د خنډونو اچولو ناکامه هڅه کوي.

خلیلي که څه هم د چا نوم نه دی اخيستی، خو داسې ښکاري، چې په ظاهره د هغه اشاره د ګډ حکومت مشر اشرف غني  او د هغه پلويانو ته وه، چې د سولې له روانو خبرو سره مخالفت ښيي.

%d bloggers like this: