افغانستان

کریم خلیلي: حکومت او طالبان دې د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي

د سولې عالي شورا رییس وایي نه حکومت او نه هم طالبان ددې حق لري چې خلک خپلو هیلو ته له رسېدو را وګرځوي.

کریم خلیلي چې نن د مارشال فهيم پنځم تلين مراسمو کې وينا کوله وويل چې ،د افغانستان ټول متحدین ددې پلویان دي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي او دلته سوله راشي، نو هغه کسان چې د سولې په لار کې خنډ جوړوي باید په دې پوه شي، چې خلک له خپلو هیلو نه شي راګرځولی.

دده په خبره د سولې لپاره باید دواړه لوري له ځینو مسایلو تېر شي او د خپلو ګټو لپاره دې د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي.

نوموړي په ښکاره توګه د چا نوم نه دی اخیستی چې څوک د سولې په لار کې خنډ دي، خو ټینګار کوي چې ځینې کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره هم په طالبانو او هم په حکومت کې د سولې په لار کې خنډونه جوړوي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this:
/* ]]> */